د ختيځې اروپا هېوادونو د بهرنيو چارو وزیران له يو بل سره ويني.
د چک جمهوريت، هنګري، پولنډ، سلواکيا، رومانيا، لوکزامبورګ او لاتويا به هڅه وکړي چې د پناه غوښتونکو په اړه د خپلو پاليسيو پر سر د اختلافاتو حل راوباسي.
په دې حال کې، امريکا ویلي چې د راتلونکي يوه کال په اوږدو کې به ۸۵ زره پناه غوښتونکي قبول کړي.
پناه غوښتونکي په تېرو دوو ورځو کې له يوه سرحده تر بله تلل؛ خو هر ځای يې مخه نيول کېده. زرګونه پناه غوښتونکي بيا هم په بسونو او اورګاډو کې د اتريش تر پوله اووښتي.
د اتريش چارواکي د دې پناه غوښتونکو لپاره د سرپناه ځای برابرول يوه لويه ستونزه ګڼي.
د اتريش د بورګلنلند د پولیسو وياند ګرالد پنګل د پناه غوښتونکو د انتقال او سرپناه برابرولو په اړه داسي وايي:
((دا يوه لويه ستونزه ده چې موږ ورسره مخامخ يو. زموږ همکاران په بشپړه توګه هڅې کوي چې بې کاره اپارتمانونه پيدا کړي. خلک په دوامداره توګه د بسونو له لارې راروان دي؛ خو اوسمهال دا ظرفيت نه لرو چې په يوه وار د پنځه زره کسانو لپاره د اوسېدو ځای جوړ کړو.))
ټاکل شوې ده نن د اروپايي اتحاديې وزيران سره وويني. دوی د پناه غوښتونکو په اړه د خپلو پاليسيانو پر سر د اختلافاتو د حل لپاره سره ويني.
دا په داسې حال کې ده چې د ترکيې په ساحل کې ديارلس پناه غوښتونکي ډوب شول چې ډېری يې د منځني ختيځ هېوادونو او افريقا وګړي وو.
ننني مذاکرات د چک جمهوريت، هنګري، پولنډ، سلوواکيا، رومانيا او لاتويا د بهرنيو چارو د وزیرانو او له لوکزامبورګ څخه د دوی د سيال تر منځ کيږي.
لوکزامبورګ اوسمهال د اروپايي اتحاديې مشري کوي. د دغو مذاکراتو تمرکز به د دغو ګاونډي هېوادونو پر مخالفتونو وي.
د اروپايي اتحاديې د کورنيو چارو وزيران به د سې شنبې په ورځ هم سره ويني تر څو د ټولو اروپايي اتحاديې هېوادونو تر منځ د چار شنبې د ورځې تر غونډې مخکې په خبرو کې پرمختګ وکړي.
د ترکيې په اوبو کې په مړو شویو کسانو کې شپږ کوچنيانو وو چې د پلاستيک په بيړۍ کې يونان ته روان وو. دغه پلاستيکي بيړۍ له يوې لويې بیړۍ سره ټکر شوه او ډوبه شوه. له يونانه د راپورونو له مخې، دوه نور کوچنيان ښايي اوس هم ورک وي.