د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۲

د روسيې پوځي مداخله به د سوريې جګړه لا پسې پیچلې کړي


د سوريې د حکومت وسله وال مخالفان وايي، د روسيې پوځي مداخله به د سوريې روانه جګړه لا پسې اوږده او پیچلې کړي.

ځیني سخت دریځه وسله والې ډلې بیا توقع لري چې د سوريې له رژیم سره د مسکو پوځي همکاري به د خلیج عرب هېوادونه وهڅوي چې د دمشق له مخالفو وسله والو څخه خپل ملاتړ زیات کړي.

روسیه بیا ټینګارکوي چې د بشاراسد له حکومته د مسکو پوځي ملاتړد داعش پر ضد له مبارزې څخه د ملاتړ په هدف دی.

په داسې حال کې چې د سوريې د حکومت وسله وال مخالفان په دې هېواد کې د پوځي مداخلې په اړه روسيې ته خبرداری ورکوي، امریکايې چارواکي وايې روسيې سرتیري لا دمخه سوريې ته رسیدلي دي.

د سوريې د حکومت ځیني مخالف وسله وال د بشاراسد له رژیمه د روسيې پوځي ملاتړ پرافغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ته ورته ګڼي او مسکوته په یوې اوږده جګړه کې د ښکیلتیا خبرداری ورکوي.

رویټرزخبري اژانس د امریکايې چارواکو په حواله وايي، روسيه په سوریه کې خپل پوځي حضور پراخوي او دا مهال روسيې جیټ الوتکې، جنګي هیلیکوپترې او توبخانه د سوريې په پوځي اډو کې ځای پر ځای کیږي.

د سوريې یو شمېر وسله وال یاغیان بیا وايي چې د بشاراسد له حکومت سره د مسکو پوځي همکاري به سعودي عربستان، ترکیه او د خلیج عرب هېوادونه وهڅوي چې دوي ته خپلې مرستې زیاتې کړي.

روسیه بیا د بشار اسد له حکومت سره له پوځي مرستو ملاتړ کوي او ټینګار کوي چې له سوريې سره د مسکو پوځي همکاري د داعش پرضد مبارزه کې همکاري کول دي.

د روسيې د ولسمشر ویاند دیمتري پیسکوف په روانه اونۍ کې وویل، که سوريه وغواړي نو روسیه چمتو ده چې د بشار اسد له حکومته د ملاتړپه هدف دغه هېواد ته د روسيې سرتیرو پراستولو هم غور وکړي.

متحده ایالاتو له خپل لوري روسيې ته خبرداری ورکړی چې د اسد له نظام څخه د مسکو پوځی ملاتړ به د سوريې جګړه نوره هم پرخه کړي.

XS
SM
MD
LG