د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۵

"افغانان د جګړې له ډګره تښتي او د اروپا پر لوري خطرناکه لاره وهي"


نړېوالو رسنیو اروپا ته د هغو افغانانو د کډه کېدو په اړه مطالب خپاره کړي دي چې په خپل هېواد کې یې هم بوختیا لرله.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼه، افغانان د جګړې له ډګره تښتي او د اروپا پر لوري خطرناکه لاره وهي؛ ترسرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي، نجیم رحیم وایي، کله چې دی اوس په کندوزښارکې شاوخوا سترګې غړوي ځان تنها احساسوي.

د هغه ملګري احمد علومي چې د ښار په مرکزي برخه کې یې د عکاسۍ دوکان درلود؛ هرڅه وتړل او د کورنۍ له پنځو غړیو سره د اروپا پرلوري، د ایران پردښتو مزل ته مخه کړه.

د دوکان اصلي مالک خالد غزنوي چې د علومي استاد و، هم پرېکړه وکړه چې خپل دوکان وپلوري او د خپلې کورنۍ له اتو غړیو سره د هغه پر پل، پل کیږدي.

د رحیم بل ملګري عتیق الله هم چې د خوراکي موادو یوپلورنځی یې درلود؛ هغه یې وتړاه او له خپلې میرمنې سره ایران ته وخوځید.

فیروز احمد یې بل ګاونډی و چې لیسه یې پریښې وه او تیره اونۍ یې له ترکیې ورته ټیلفون کړی و او ورته ویلي یې وو چې اروپا ته په لاره دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وینا؛ دا ټول په تېرو دو اونیو کې په کندوز کې پیښ شول. د کندوزاوسیدونکي لکه د افغانستان د نورو برخو د اوسیدونکو په څیرغواړي چې اروپاته د تلو وروستۍ چانس له لاسه ورنه کړي.

نیویارک ټایمز لیکي، روان کال په تیره بیا په وروستیو اونیو کې د هغو کسانو شمېر ډېرزیات شوی چې اروپایي هېوادونو ته روان دي.

د ملګروملتونو د کډوالود ادارې د احصایې له مخې د هغو کډوالو شمېر چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د سمندرله لارې اروپایي هیوادونو ته ځانونه رسولي؛ څلور لکه او یوولس زره او پنځه اوه شپېته تنو ته رسیږي چې په سلو کې ۵۱ یې سوریایان دي چې افغانان یې په سلو کې پنځلس برخه جوړوي.

میډل ایسټ انلاین:

میډل ایسټ انلاین خپرونه د افغانستان په اړه دا پوښتنه چې ایا موږ کولای شو جګړه پای ته ورسوو؛ ترسرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي؛ اتلس کلنه حدیثه چې د دولسم ټولګي یوه بااستعداده زده کونکې ده؛ له ځان سره فکر کوي چې ایا بشریت د دې توان لري چې جګړه پای ته ورسوي؟

د دې مقالې لیکوال ډاکتر حکیم وایي؛ دی هم په دې شک کوي چې د بشر خصوصیت ته په پام سره هغه دې وکړای شي چې جګړه بنده کړي.

لیکوال وایي، کلونه کلونه یې داسې انګیرله چې د ترورستانو د کنټرول لپاره ځینې وختونه لازمه ده چې جګړه وشي او د همدې فرضيې پراساس دابه بې ځایه وي چې هغه ختمه شي.

خو پردې سربیره دی له حدیثې سره خپل احساس شریکوي چې کله د هغې راتلونکې ویني چې خشونت ورڅخه لاس نه اخلي.

XS
SM
MD
LG