د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

له ګوانټانامو څخه خوشې شوی مراکشي په خپل هېواد کې ونیول شو


یو مراکشی وګړی چې له ګوانټانامو زندان څخه خوشې شوی و؛ په مراکش کې نیول شوی دی.

د مراکش لوی څارنوال د هغه مراکشی وګړي د نیولو خبر ورکوي چې دیارلس کاله یې بې محاکمې په ګوانټانامو زندان کې تېر کړي وو او تېره اونۍ خوشې شو.

د امریکا دفاع وزارت د پنجنشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ۴۷ کلن یونس عبدالرحمن چیکوري Younis Abdurrahman Chekkouri له بنده خوشې شوی او خپل هېواد ته استول شوی دی.

د مراکش لوی څارنوال پرون وویل؛ چیکوري د چارشنبې په ورځ ونیول شو او له تروریزم سره په اړوندو تورونو به محاکمه شي.

د مراکش له قوانینو سره سم د تروریزم په تور د نیول شویو کسانو پرضد باید په ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې اقامه دعوا جوړه او محکمې ته واستول شي. دا موده یوازې یوځل تمدیدېدای شي او ځکه په پام کې ده چې نوموړی نن محاکمه شي.

عبدالرحمن چیکوري د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر میاشت کې په داسې حال کې د پاکستاني امنیتي مامورینو له خوا ونیول شو چې د عربانو له یوې ډلې سره د تورې بوړې له غرونو څخه له تښتېدو وروسته د پاکستان خاورې ته اوښت. نوموړی په ۲۰۰۲ کال کې ګوانټانامو زندان ته واستول شو.

د چیکوري له خوشې کېدو وروسته په ګوانټانامو زندان کې یوازې یوسل او پنځلس نور بندیان پاتې شول.

په مراکش کې د زیاتېدونکو تروریستي فعالیتونو پرضد د مبارزې لپاره په تروریزم تورنو کسانو ته سختې سزاګانې ورکول کېږي. په دې سزاګانو کې حتی هغو کسانو ته چې له تروریزم سره په اړوندو تورونو نیول کېږي د لس کاله حبس سزا په پام کې نیول شوې ده.

ټاکل شوې چې چیکوري نن د مراکش د رباط ښار یوې محکمې ته حاضر شي.

XS
SM
MD
LG