د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې داعش د ننګرهار په درېیو ولسوالیو هسکه مینه، اچین او کوټ کې لسګونه ښوونځي تړلي دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د ننګرهارپه درېیو ولسوالیو کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د جګړو او داعش د ویرې له امله اته پنځوس ښوونځي تړل شوي او شاه خوا ۳۰زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.
د دغه وزارت د نشراتو رییس کبیر حقمل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو څوارلسو کلونو کې یې په ننګرهار کې یو بند ښوونځي هم نه درلود:
((له یوې میاشتې راهیسې زموږ په درېیو ولسوالیو هسکې مینې؛ اچین او کوټ کې له بدمرغه اته پنځوس ښوونځي تړل شوي؛ ویره شته چې د دې ښوونځیو تړل کېدل به دوام وکړي.))
له څو میاشتو راهیسې د ننګرهارپه اچین، پچیراګام، چپرهار، هسکه مینه، سپین غر، خوګیاڼو، شیرزادو، نازیانو، کوټ، حصارک، بټي کوټ، مومندرې او یو شمېرنورو ولسوالیو کې د داعش یا اسلامي دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهاراستازي وايي چې په دې جګړه کې لسګونه ملکیان وژل شوي او په زرګونو نورو خپلې سیمې او کورونه پرېښي دي.
د دې جرګې غړې ارین یون په امنیتي ځواکونو غږ کوي چې تړل شوي ښوونځي ژر بېرته پرانیزي:
((له حکومت څخه غواړو دا نسل چې اوس له ښوونځیو څخه محروم دي؛ ژر تر ژره د دوی غم وخوړل شي؛ حکومت دې امنیت ټینګ کړي او ښوونځي دې بېرته پرانیزي.))
د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې په ننګرهار کې شاه خوا درې سوه ښوونځي فعال دي چې سلګونه زره هلکان او نجونې په کې په زده کړو بوخت دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار امنیه قوماندان وايي چې په کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو په ضد عملیات پيل کړي چې تر دا مهاله په کې د داعش یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
پاسوال فضل احمد شیرزاد ازادي راډیوته وویل چې د عملیاتو دا لړۍ به هسکې مینې او اچین ولسوالیو ته هم وغځول شي:
((ښوونځي موږ د داعش له ولکې خلاص کړي؛ د پوهنې رییس ښوونکو او زده کوونکو ته ډاډ ورکوو چې راشي ښوونځي بېرته پرانیزي؛ د دوی د امنیت لپاره به نوې پوستې جوړې کړو؛ داسمې د تل لپاره ساتو، دا پلان چې دلته مو عملي کړي په اچین او هسې مینې ولسوالیو کې هم عملي کاوو.))
د چارو کارپوهان او د ولسي جرګې غړي وايي؛ وسله والې ډلې غواړي چې د ښوونځیو په تړلو سره راتلونکي نسل له زده کړو محروم کړي؛ څو په دې سره دوی بې تعلیمه کسان خپل لیکو ته جذب کړي.
دوی ټینګار کوي چې وړاندې له دې چې د ښوونځیو تړل کېدل د هېوادو نور سیمو ته پراخ شي، حکومت باید د دې ستونزې په وړاندې جدي ګامونه واخلي؛ څو راتلونکی نسل په علم سمبال او د هېواد په ابادي کې رغنده ونډه واخلي.
راپور: رحمت الله افغان