د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

پاسپورټ، ویزه، قاچاقبر نن-سبا په افغان ځوانانو کې مروجې کلمې دي


له افغانستانه اروپايي هېوادونو ته تېښته هغه څه دي چې نن، سبا یې د افغان ځوانانو پام ډېرځانته کړی دی.

د بشرد حقونو څارونکي او ګڼ شمېرافغانان په دې باوردي چې په دغه هېواد کې د وزګارتیا او ناامنۍ پراخېدل بهرته د یو شمېرافغان ځوانانو اصلي لامل دی.

راپورونه وايي چې هره ورځ په سلګونه افغان ځوانان له بېلابېلولارو اروپايي هېوادونوته د رسیدلو په هدف له افغانستان نه تېښته کوي.

پاسپورټ، ویزه، قاچاقبر، قبولي دا هغه کلمې دي چې نن، سبا په افغان ځوانانو کې ډېرې کارول کېږي.

هغوی چې له ناامنۍ او وزګارتیا په تنګ راغلي او غواړي چې د یوې ښه راتلونکې او هوسا ژوند په هدف اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي.

د کابل د پاسپورټ ریاست مخې ته د شپې په تیاریوو کې د دغو ځوانانو اوږده کتارونه د دې خبرې ښه پخلی کوي.

اکبر، اکبري هغه ځوان دی چې له بلخ ولایته کابل ته د پاسپورټ اخیستلو لپاره راغلی.

دی چې ماشوم زوی یې هم په غېږ پورې کلک نیولی دی غواړي چې خپل هېواد سره مخه ښه او له خپلې مېرمنې او دوه ماشومانو سره یو اروپايي هېواد ته ولاړشي.

اکبري اروپا ته د رسیدلو د اوږدې او ستړې کوونکې لارې له خطرونو ښه خبردی خو وايي بې روزګارۍ او ناامنۍ دې پرېکړې ته اړ ایستی دی:

((خطرونه شته خو بیاهم دوه پنځلس همغه دېرش کېږي، کله چې بې کاري، ناامني او ټولنیزې ستونزې په هېواد کې موجودې وي هغمه خبره شوه.))

اکبري وايي چې کوم خاص کیس یا دوسیه نه لري چې اروپايي هېوادونه کې یې له امله ومنل شي خو دا چې په افغانستان کې یې له بهرنیو پوځیانو سره څوکاله کارکړی دی ښايي چې کوم هېواد یې ومني.

د ده په شان په سلګونه نورځوانان هم د پاسپورټ ریاست، ایران او ترکیې سفارتونو مخې ته نیمه شپه کتارونه جوړوي ګوندي له افغانستان نه د تېښتې د کومې لارې څرک ولګوي.

اسدالله، دا بل ځوان دی، د ښوونځي د دولسم ټولکي زده کوونکی، هغه چې د امنیتي ګواښونوله امله له تخاره کابل ته راغلی.

اسدالله اوس د ښوونځي پرځای توره شپه د پاسپورټ ریاست مخې ته حاضري ورکوي، دی وايي که پاسپورټ یې ترلاسه کړ، ایران، ترکیې، یونان او بیا بلجیم ته ځية

((والله زه خبرشوم چې افغانانو ته ډېرژر قبولي ورکوي، زما کیس دا دی چې طالبانو مې پلار ګواښي، زه یې راولېږلم، کاروبارهم نشته.))

که څه هم په دې وروستیوکې په وار- وارسره په اوبو کې اروپا ته د تلونکو یو شمېرکډوالو د کیشتیو د ډوبوېدو راپورونه خپاره شوي دي خو له دې سره، سره شته داسې افغان ځوانان چې دې هرڅه ته په پام سره بیا هم له قاچاقي لارو بهرتګ ته چمتو دي.

د کابل په کمپنۍ سیمه کې د کندهارد موټرو اډه هغه ځای دی چې د شپې تر دولسو بجو ورسته د نیمروز په بسونو کې په سلګونه کسان پرته له دې چې کوم قانوني اسناد په لاس کې ولري نوموړي ولایت ته ځي چې بیا یې قاچاق وړونکي د ایران له پولو ورتېر کړي.
دوی وايي، ایران کې نه تم کېږي، له هغه ځای بیا اروپايي هېوادونو ته ځي.

احسان الله هغه افغان ځوان دی چې د خپلې کورنۍ د ښې راتلونکې په هدف یې د نیمروز د بس ټکټ کړی دی:

((غواړم د بې کارۍ له وجې نیمزورته ولاړ شم، بیا ایران او بیا خارج ته، قاچاق برنه لرو، نمیروزته چې ورسیدو له قاچاقبر سره خبرې کوو، د لارې له خطرونو خبر یم، خو محبوریم که سر مې هم ولاړ شي خارج ته ځم او خپل د کوراقتصادي وضیعت سموم.))

د کندهارپه اډه کې د ټرانسپورټي شرکتونو یو شمېر مسوولان وايي چې د پخوا په پرتله اوس د مساپر شمېر ډېرشوی دی. د دوی له ډلې نه نوراغا اورو:

((پخوا به هره ورځ نمیروزته لس تر پنځلسو موټرې تلې خواوس خلک ډېرځي، په ورځ کې څلویښت، پنځوس موټره ځي.))

له دغو مساپرو سره مو په خبرو کې دا موندل چې له هرڅه خبردي خو یا تیریا توکه د تللو نیت یې کړی دی.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له افغانستانه د ځوانانو د تېښتې د شمېر ډېرېدلو اندېښمن کړی دی.

د یاد وزارت مطبوعاتي سلاکارحفیظ احمد میاخیل وايي چې په تېرواتو میاشتو کې په هغو درې لکه او پنځوس زره کډوالو کې چې د مدیترانې له بحیرې څخه تېرشوي له دېرشو زرو څخه زیات افغانان دي:

((په رېښتیا سره غیرقانوني مهاجرتونه زیات شوي دي او د کډوالو راستنېدونکو چارو وزارت د دې لپاره چې په دغو مهاجرتونو کې هیڅ ډول ضمانت نشته له دې امله سخت په اندېښنه کې دی او د دغو ځوانانو او کورنیو چې غواړي له غیرې قانوني لاروځان بهرنیو هېوادونو ته ورسوي غواړو چې دا کار ونه کړي.))

ښاغلي میاخیل دغه شان له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې له افغان کډوالو سره دوه ګونی چلند ونه کړي او ستونزې یې په قانوني ډول هوارې کړي.
په ورته وخت کې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د ادارې یا یو ان ایچ سي ویاند نادر فرهاد وايي چې د لومړنیو راپورنو له مخې په روان کال کې د ناامنیو او بې وزلۍ له امله شااوخوا اته دېرش زره تنه له افغانستان څخه وتلي دي.ښاغلی فرهاد دغه حالت د اندېښنې وړ ګني وايي:

((د یو ان اچ سي ار د اساس نامې تینګار دا دی چې که څوک د بېلابېلو دلایلو له مخې ویره لري نو د تېښتې حق باید ولري، د پناه اخیستلو حق باید ولري، موږنه شو کولای چې د خلکو د تللو مخه ونیسو، ځکه که د دوی ترمنځ پناه غوښتونکي وي نو موږپه دې توګه د پناه اخیستلو حق نقضوو.))

ای او ام یا په افغانستان کې د کډوالۍ نړېوال سازمان دی چې له نېږدې نه له افغان کډوالو سره مرسته کوي.

د دغه سازمان د دواطلبانه راستنېدنې د پروګرام امر مسعود احمدي وايي، بهرته د افغان کډوالو د تللو کچه په سلو کې شپیته زیاته شوې ده.

ښاغلی احمدي وايي، کډوالي د هرچا حق دی خو افغانانو ته باید د غیرقانوني لاروله احتمالي خطرونو خبر ورکړل شي:

((شته دی داسې شبکې په هېواد کې دننه او بهرچې خلک غیرقانوني مهاجرتونو ته اړکوي، ځکه دا دوی ته د درامد یوه ښه منبع ده، په کومه کچه چې ای او ایم او نور بنسټونو د دولت په ګډون خلک له غیرقانوني مهاجرتونو راګرځوي او خطرونو ته یې متوجه کوي، شته داسې کسان چې خلک دا شان مسافرتونو ته هڅوي.))

د ښاغلي احمدي په وینا د دوی د معلوماتوله مخې سږ کال له دوه زروڅخه زیات افغانان اروپايي هېوادونو ته د تللو پرمهال په لاره وژل شوي دي.

ویل کېږي چې د ۲۰۱۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یواځې شپاړس زره افغانانو ځانونه یونان ته رسولي دي.

افغان ځوانان ډېری په دې نظردي چې ګوندې جرمني ډېریو افغانانو ته قبولي ورکوي خو په کابل کې د جرمني سفیرماکوز پوتسل ازادي راډیوته ویلي چې هېواد یې د افغانانو لپاره کوم ځانګړی پروګرام نه لري:

((موږد افغانانولپاره کومه ځانګړې برنامه نه لرو، موږد ټولو مهاجرینو سره یوشان برخورد کوو.))

څه موده وړاندې د افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي او د اجراییه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق هم له افغانستانه د ځوانانو په تېښته خواشینې څرګنده کړه.

د افغانستان د کاراو ټولنیزو چارو وزارت هم له دې امله اندېښنه لري. د دغه ورارت د تولنیزو چارو معین واصل نور مهمند وايي:

((د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت او په ټوله کې حکومت د دې طرفداره نه دی چې زموږ کاري نیرو له هېواد نه تېښته وکړي، دا ډېره خواشینونکې ده، موږهڅه کوو چې ځوانانو ته د کار کولو اسانتیا برابره کړو.))

ښاغلی مهمند وايي چې دوی د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او خلیج هېوادونو سره افغان ځوانانوته د کاري فرصتونو د برابرولو په اړه خبرې کړې دي.

په ورته وخت کې په کابل کې د حامد کرزي د نړېوال هوايي ډګر قومندان حق نوازحقیار وايي چې د تېرو کلونو په پرتله له اروپايي هېوادونو څخه د افغانانو د راشړلو کچه ډېره شوې او یواځې په روان کال یو سل او پنځلس تنه د حامد کرزي هوايي ډګر ته راوړل شوي دي:

((تقریباً له درېیو نړېوالو هوايي ډګرونو بهرته پروازونه لرو، خو نشست یواځې په کابل کې دی او ډیپوټي کسان هم همدلته رالېږي نو په میاشت کې تر شلو کسانو پورې راولي چې د پخوا په پرتله دا کچه زیاته شوې ده.))

د ښاغلي حقیارپه وینا چې پولیسو د حامد کرزي به نړېوال هوايي ډګرکې د لسګونو هغو ځوانانو مخه نیولې چې غوښتل یې په غیرقانوني ډول په جعلي ویزو بهرنیو هېوادنوته ولاړ شي.

اندېښنې ټول لري، کورنۍ او نړېوالې، خو تراوسه پورې له افغانستانه د ځوانانو د تېښتې د ناورین د مخنیوي په برخه کې د دغه هېواد د حکومت طرحه نه ده معلومه.

کارپوهان وايي، که چېرې په افغانستان کې د ناامنۍ، بې روزګارۍ او یو شمېرنورو داسې ستونزو چې له هېواده د ځوانانو د تېښتې لامل ګرځي غم ونه خوړل شي نو بې له شکه چې روان وضیعت به ادامه وکړي او افغان ځوانان به له یو ناسم برخلیک سره مخ وي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG