په کابل کې د جرمني سفیر ډاډ ورکوي چې هېواد به یې په غیر پوځي برخه لکه پوهنه، روغتیا او کرنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
مارکوز پوتسل ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدلو تردې دمه جرمني له افغانستان سره ۴۳۰ میلیوڼه یورو مرسته کړې ده او خپلو نورو همکاریو ته هم ژمنه ده.
د حقیقت څه دی په دې خپرونه کې له ښاغلي پوتسل سره زموږهمکار جمشید حبیب زاده مرکه کړې چې اجمل تورمان پښتو ته اړولې ده: