په داسې حال کې چې د ملي وحدت حکومت یو کلنۍ ته کمې ورځې پاتې دي؛ اچراییهه رییس عبدالله عبدالله وايي چې په تېر یو کال کې په هیواد کې روان ناسم امنیتي وضیعت د دوی د کارونو په وړاندې لوی خنډ و.
ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په اونیزه غونډه کې وویل چې په تېر نېږدې یو کال کې امنیتي ستونزو په دغه هېواد کې خلک د راتلونکي په اړه بې باوره کړي دي.
اچراییه رییس د حکومت له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې د راتلونکي لپاره د ملي وحدت پر حکومت د خلکو د باور د خپلولو لپاره هڅې وکړي:
((له بده مرغه هغه امنیتي پېښې چې د افغانستان په خلکو تحمیل شوي دي؛ د راتلونکې په اړه د دېرو خلکو د نا باوری لامل ګرځېدلي دي چې زه تر ټولو لوی خنډ همدا ګڼم، نو ځکه د خلکو او ملت تر منځ د باور فظا رامنځته کول دا ډېر مم دي چې دا د یو دووه کسو مسوولیت نه دی او ټول د دولت کارکوونکی او مسوولین چې په هر برخه کې مسوولیت لري باید په دې برخه کې خپله دنده تر سره کړي.))
ښاغلي عبدالله دغه شان وویل چې حکومت په تېر نېږدې یو کال کې ګڼ پرمختګونه هم لري چې د ده په وینا لکه څنګه چې لازمه وه؛ له خلکو سره نه دي شریک شوي.
د افغانستان د ملي وحدت حکومت د ۱۳۹۳ لمریز کال د میزان د میاشتې په اومه نېټه په رسمي ډول د پخواني حکومت څخه د واک د لېږد چارې تر سره کړې.
د لوړې د مراسمو په دغه ورځ ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله د خلکو پر وړاندې یو شمېر ژمنې وکړې چې د ډېریو په باور د حکومت دواړه مشران په کې تر ډېره پاتې راغلي دي.
د افغانستان د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې ولسمشر او اجراییه رییس ته په خطاب کې وویل:
((د ولسي جرګې په استازوالۍ ولسمشر او اچراییه رییس دواړه مخاطبوم؛ لس میاشتې چې د ملي وحدت له حکومت نه تېرېږي؛ د افغانستان د خلکو د شرایطو غوښتنو ته هیڅ ډول ځواب نه دی ویل شوی.))
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان هم وايي چې د تېر نېږدې یو کال په موده کې خلک وځورول شول؛ پردي شول او د مخالفینو له لیکو سره یو ځای شول چې د ناامنۍ یو لوی لامل هم همدا دی.
د چارو کارپوه کبیر رنجبر په دې اړه وايي:
((اصلاً زه په دې معتقد یم چې نا امني په دغو موضوعاتو کې یو قاطع نقش نه لري؛ زموږ خپله بېکاره ګي ده چې په حکومت دارۍ کې مو داسې یو حالت راوستو؛ موږ تر اوسه ونه توانېدو چې دا اداره تصفیه کړو او له هغه پخواني حالات نه یې راوباسو؛ موږ ونه توانیدو چې قانون حاکم کړو؛ موږ ولس نور هم وځوروو؛ هغوی مو پردې کړل؛ هغوی له مخالفینو سره اوس همکاري کوي او دغه همکاري ورځ، په ورځ پراخېږي.))
خلک تر ډېره د ملي وحدت د حکومت د نېږدې یو کلن واک پر کړنو انتقاد لري. په ځانګړي ډول د کابینې او والیانو په اعلان کې ځنډ؛ د پخواني حکومت چارواکو ته بیاځلي د ځینو مسولیتونو سپارل؛ د سرپرستانو له خوا د ادارو د چارو سمبالول په ځانګړي ډول تر اوسه پورې د ملي دفاع د کلیدي وزارت د وزیر نه شتون؛ د قانون نه حاکمیت، د اداري فساد په وړاندې مبارزه او داسې نورا هغه څه دي چې د خلکو د انتقاد ګوتې یې حکومت ته سیخې کړې دي .
یادو ستونزو ته په پام سره د افغانستان د ملي وحدت حکومت په تېر نېږدې یو کال کې د یو موئقت حکومت د جوړېدو له ګواښ سره هم مخ و چې اجراییه رییس دا اوازې بابیزه ګڼي او وايي چې په دې هیواد کې به سیاسي پروسه لکه تېر څوارلس کلونه د خلکو د رایوو له مخې پر مخ ځي.