د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۸

ولسي جرګه: د روانو ستونزو د هواري لپاره باید یوه لویه ملي غونډه جوړه شي


ولسي جرګه وايي چې د حکومت د کمزوریو له امله افغانان له ډول - ډول ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د دې جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي د دوشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وویل چې د دغو ستونزو د هواري په هدف باید د ملي شورا په ګډون؛ قومي مشران او حکومتي چارواکي په ګډه یوه لویه غونډه جوړه کړي.

ښاغلي ابراهیمي وویل چې روان حالت په هېڅ ډول د زغملو نه دی او کنټرول ته یې باید جدي پاملرنه وشي:

((که چېرته دا توان او ظرفیت نه لرو. کولای شو چې له قانوني ادارو سره یوځای ملي شورا ته راشو او د درېیو قواوو د استازیو؛ سیاسي ګوندونو او قومي مشرانو په ګډون یوه لویه او مهمه غونډه ونیسو.

د دې غونډې هدف به دا وي چې وکولای شو په اقتصادي؛ امنیتي او سیاسي برخو کې د رامنځته شویو ستونزو په خاطر د خپلو خلکو لاسنیوی وکړو.))

ښاغلي ابراهیمي وویل چې ورځ تر بلې امنیتي وضعیت په خرابېدو دی؛ اقتصادي حالت له ماتې سره مخ دی او سلګونه کورنۍ په خاصه توګه ځوانان له هېواده وځي چې دا ټول له روان حالته د ناخوښۍ بیلګې دي.

له دې مخکې هم یو شمېر سیاسي ګوندونو د ستونزو د هواري په هدف د لویو غونډو او جرګو وړاندیزونه کړې دي؛ خو تر اوسه پورې نه دي عملي شوي.

اخوا افغان حکومت هم تایید کړې چې امنیتي ستونزو سږ کال ډېرې برخې تر خپل اغیز لاندې راوستي دي.

په عین حال کې حقوقي کارپوهان وايي؛ که چېرته د لویو غونډو جوړول له قانون سره په ټکر کې رانه شي؛ د ستونزو د هواري په هدف به مثبتې پایلې ولري.

د کابل پوهنتون استاد او کارپوه نصرالله ستانکزي آزادي راډیو ته وویل؛ که څه هم د ستونزو هوارول د دولت کار دی او د بېلابېلو خلکو په ګډون د غونډو جوړول کوم قانوني اساس نه لري؛ خو که یادې غونډې ستونزې هوارولای شي جوړول یې اړین دي:

((د ټولو ستونزو د حل مرجع دولت دی چې ولسي جرګه یعنې ملي شورا یې هم یوه برخه ده. په حقوقي لحاظ دغسې یو حرکت وجود نه لري چې یو مرجع قومي مشران وغواړي یا نور څوک وغواړي بلکې دا یو سیاسي او عنعنوي اساس لري.

زما له نظره هر هغه شی چې د افغانستان د ثبات لپاره موثر وي هغه اقدام درست دی خو په دې شرط چې له قانوني موازینو سره په ټکر کې نه وي او د افغانستان ملي ګټې خوندي وي.))

له دې مخکې افغان ولسمشر هم د روان حالت د کنټرول او د سولې د ټينګښت په هدف د ملي اجماع وړاندیز کړی و.

اخوا څیړونکي وايي چې حکومت باید د وضعیت د کنټرول لپاره لومړی له خپل ځانه کار پیل کړي او د هغو خلکو مخه ونیسي چې په نظام کې دننه د ګډوډۍ لپاره زمینه برابروي او له امله یې بیلابیلې ستونزې ورځ تر بلې زیاتیږي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG