د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

همینک: تر ډېرو کلونو پورې به له افغانستان سره د پراختیا په برخه کې همکاري وکړو


د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره یا U.S.A.I.D وایي، په افغانستان کې اداري فساد یوه جدي ستونزه ده، خو زیاتوي چې دوی له افغان حکومت سره په ګډه د فساد له منځه وړلو ته کار کوي.

که څه هم نړیوالې ټولنې له افغانستان سره خپلې مرستې له اداري فساد سره پر مبارزې مشروطې کړي؛ خو د امریکا د نړېوالې پراختیا اداره وایي؛ د افغان حکومت هغه هڅې د ستایلو دي چې د فساد پر وړاندې یې کوي.

په افغانستان کې د USAID یا د امریکا د نړېوالې پراختیا ادارې مشر ویلیم همینک وایي؛ له افغان حکومت سره یې ګډې هڅې پیل کړي؛ څو له فساد سره مبارزه یقیني او د خپلو پروژو په اړه حکومت ته حساب ورکړي.

همینک له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې دوی د فساد په اړه هره ادعا جدي نیسي او د اړوندو افغان او نړېوالو ادارو په همغږۍ یې څیړي.

((موږ د فساد په اړه هره ادعا ډېره جدي نیسو؛ موږ خپل پروګرام ته دوام ورکوو؛ خو تر هغه وخته چې دا ډاډ ترلاسه کړو چې سیسټم مو د هر ډالر لګښت تعقیبوي؛ په تېرو دولسو کلونو کې له کله نه چې په افغانستان کې یو. اېس. اې. آی. ډي فعالیت پيل کړی؛ موږ د خپلو مرستو د حساب ورکوونې ښه سیسټم عملی کړي او له حکومت سره مو هم مرسته کړې چې د حساب ورکونې وړتیا لوړه کړي.))

په افغانستان کې د یو.اېس.اې.آی.ډي د مشر William p. Hammink شپږویشت میاشتنې ماموریت مخ په خلاصیدو دی او وایي؛ دی د افغانستان د وضعیت په اړه ډېر خوشبینه دی.

د امریکا د نړېوالې پراختیا اداره په افغانستان کې ګڼې پروژې ترلاس لاندې لري چې د ښځو د حقونو د ملاتړ، انرژۍ، روغتیا، کرنې، سواد زده کړو او نورو بېلابېلو برخو کې دي.

پروموټ او د محلي زده کړو په نوم دوه مهم پروګرامونه په دې وروستیو کې د یو. ایس. اې. آي. ډي له خوا پیل شول چې پروموټ د ښځو د حقونو د ملاتړ پروژه ده او په محلي زده کړو کې په دیارلسو محرومو او لرو پرتو ولایتونو کې شااوخوا زر غیر رسمي ښونځي جوړیږي.

که څه هم داسې اندیښنې موجودې دي چې له افغانستان به د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستان سره د نړېوالې ټولنې مرستې هم کمې شي؛ خو د امریکا د نړېوالې پراختیا اداره دا اندیښنې بې ځایه بولي.

په کابل کې د یو.ایس.اې.آي.ډي مشر ویلیم همینک وایي؛ دوی به تر راتلونکو ډېرو کلونو پورې د پراختیا په برخه کې د افغانستان همکار پاته شي:

((ډېره مهمه ده چې ووایو، د امریکا د پراختیا اداره د ډېرو کلونو لپاره په افغانستان کې پاته کیږي؛ دا مهمه ده چې دا همکاري دوام پیدا کړي؛ موږ پوهیږو چې پراختیا ډیر وخت غواړي؛ ځکه پراختیا مسابقه نه ده چې ژر پای ته ورسیږي؛ بلکې ماراتون دی، موږ به د پراختیا په برخه کې تر ډیرو کلونو له افغان حکومت او افغانانو سره ودریږو.))

له دې وړاندې سیګار ویلي وو چې د امریکا په مرسته په جوړو شوو یوشمېر پروژو کې چې ښونځي هم په کې شامل دي؛ فساد موجود دی، خو د امریکا د پراختیا اداره وایي، دوی دا ټول مسائل څیړي.

د اقتصادي چارو څيړونکي د امریکا د نړېوالې پراختیا ادارې مرستې مهمې ګڼي؛ خو وایي، حکومت ته په کارده چې د دې او نورو ادارو د مرستو د راجلبولو لپاره له فساد سره مبارزه ګړندۍ کړي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG