د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

ملامنصور هڅه کوي په منځني ختیځ کې د طالبانو ملاتړ خپل کړي


د افغان طالبانو نوى مشر ملا اختر محمد منصور هڅه کوي؛ په منځني ختيځ کې د طالبانو د غورځنګ د مهمو چارواکو ملاتړ راخپل کړي. دغه طالب چارواکي د قطر سياسي دفتر پرمخ بيايي يا هم وخت ناوخت په متحده عرب اماراتو کې غيررسمي مذاکرې کوي.

په دې هدف ملا منصور خپل يو استازى ملا جليل منځني ختيځ ته لېږلى؛ څو هغه طالب چارواکي د ده ملاتړ ته وهڅوي، د طالبانو دغو مهمو چارواکو په څرګنده د طالبانو له اوسنۍ رهبرۍ خپل حمايت نه دى څرګند کړى.

وروسته له هغې چې په جولاى مياشت کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مرګ خبر تاييد شو؛ دې ډلې ملا منصور د خپل نوي مشر په توګه اعلان کړ؛ خو وسله وال طالبان پر څو ډلو سره ووېشل شول او د طالبانو ځينې ډلې- دى د خپل مشر په توګه نه مني.

د رويټرز خبري اژانس په حواله په وروستيو کې ملا جليل چې د طالبانو له سياسي مشرتابه سره ښې اړيکې لري؛ په منځني ختيځ کې د عالي رتبه طالب چارواکو د ملاتړ خپلولو لپاره سيمې ته لېږل شوى دى.

د وسله والو طالبانو سياسي دفتر په قطر کې فعاليت لري او طالب چارواکي معمولاً په متحده عرب اماراتو کې هم له ډيپلوماټانو سره غيررسمي مذاکرې کوي.

د طالب مشر ملا عمر د مرګ د خبر اعلان که له يوې خوا د طالبانو په رهبرۍ کې درزونه ايجاد کړل؛ له بلې خوا يې د سولې هغه خبرې هم په ټپه ودرولې چې په پام کې وه؛ دويم پړاو يې د طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ په پاکستان کې وشي.

په همدې حال کې د سولې عالي شورا د طالبانو له ډلو- ټپلو غواړي چې د سولې خبرو ته د افغان ولس په غوښتنه ادامه ورکړي. د دې شورا وياند مولوي شهزاده شاهد له ازادي راډيو په په خبرو کې دا مساله مطرح کړه.

رويټرز اژانس ليکي په قطر او متحده عرب اماراتو کې به د طالبانو له مشرانو سره د خبرو نتايج دا څرګنده کړي چې ايا د طالبانو دغه ډله به د ملا منصور ملاتړ وکړي که نه؟

د طالبانو يوې سرچينې رويټرز اژانس ته ويلي؛ په منځني ختيځ کې د طالبانو رهبري په پام کې لري چې له ملا منصور نه خپله لار جلا کړي؛ ځکه دوى اندېښنه لري چې ملا منصور د پاکستان له استخباراتي ادارې سره ډېرې نژدې اړيکې لري.

پاکستان له زياتې مودې راهيسې په افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ تورن شوى؛ خو دغه هېواد تل دغه تورونه رد کړي دي.

د طالبانو دغې سرچينې چې نوم يې نه دى اخيستل شوى؛ رويټرز ته ويلي، د طالبانو ځينې مهم غړي لکه طيب اغا او ملا حسن رحماني داسې احساسوي چې له پاکستانه ورته ګواښ متوجه دى.

د سرچينې په حواله، ملا منصور اوس د ملا جليل په مشرۍ يو هيئت لېږلى چې د طالبانو له دغو غړو سره خبرې وکړي او دې ته يې وهڅوي چې د ده ملاتړ ته غاړه کښېږدي.

طيب اغا په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر و او رحماني د ملا عمر پخوانى مرستيال او د طالبانو د سياسي شورا مشر و.

XS
SM
MD
LG