اروپايي ټولنه په وروستیو څو میاشتو کې د هغو غیرقانوني کډوالو له سیل سره مخامخ شوې چې د افریقا له شمالي هېوادونو او منځنۍ ختیځه ورتښتېدلي دي.
اروپايي هېوادونه د دې غیرقانوني کډوالو د ویش په اړه اختلاف لري او د یوه هر اړخیز سیسټم رامنځ ته کول مهم ګڼي.
خو د عربي هېوادونو ټولنه وايي چې د غیرقانوني کډوالو د ستونزې د حل لپاره باید په سوریه کې روان بحران پاي ته ورسیږي.
د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل پرون (سه شنبه) په برلین کې د سویډن له صدراعظم سټیفن لووین سره ګډې خبرې غونډې ته وویل؛ دواړو هېوادونو موافقه کړې چې غیرقانوني کډوالو په ویش کې باید مساوات په پام کې ونیول شي:
((ما کله هم دومره ټینګ یقین نه درلود چې دا هغه مسوولیت دی چې د اروپا د راتلونکې پریکړه به کوي او دا به څرګندوي چې موږ د داسې یوې سترې وچې په توګه چې ارزښتونه لري او فردي ازادۍ ته درناوي کوي؛ پيژندل کیږو.
ټولې نړۍ موږ ته غوږ نیولی او موږ دا نه شو ویلای چې سوریه له موږ څخه لرې ده او موږ له دې ستونزې سره مقابله نه کوو.))
په همدې خبري غونډه کې د سویډن صدراعظم سټيفن لووین وویل؛ د کډوالو د ستونزې د حل لپاره باید یو دایمي سیسټم رامنځ ته شي.
((زه خواشینی یم چې زیات هېوادونه هڅه کوي چې له دې مسوولیته ځان خلاص کړي.))
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې حکومت د غیرقانوني کډوالو په اړه د اروپايي ټولنې پر اقدام نیوکه کړې او وايي چې اروپايي ټولنه د هغو بحرانونو په رامنځ ته کېدو کې لاس لري چې له امله یې خلک ډله - ډله مهاجرت ته اړ شوي دي.
د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سرګې لاوروف پرون (سه شنبه) په مسکو کې خبریالانو ته وویل:
((دا به عادلانه وي، هغه هېوادونه چې دا بحرانونه یې رامنځ ته کړي؛ ستر مسوولیت خپل کړي او د قربانیانو لپاره بشري مرستې وکړي.))
په همدې حال کې، د عرب لیګ عمومي مشر نبیل العربي پرون په قاهره کې رویټرز خبري اژانس ته وویل چې یوازې کډوالو ته پناه ورکول ستونزه نه شي حل کولاي:
((زه باید نن له هغو ټولو اروپايي هیوادونو، په ځانګړي توګه له جرمني څخه مننه وکړم چې خپلې دروازې یې د دې خلکو پر وړاندې پرانیستې دي. جرمني، فرانسې او بریتانیې ویلي چې لسګونو زره کډوال مني؛ نو ټول لوري باید دې ته متوجه شي او قدرداني یې وکړي. زه ټینګار کوم چې دا د ستونزې حل نه دی. ضروري حل د سوریې د جګړې پای ته رسول دي.))
په داسې حال کې چې په اروپايي اتحادیه کې د کډوالو پر ویش جنجال روان دی؛ د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مدورو پرون د خپلې کابینې غونډې ته وویل چې د سوریې یو شمېر کډوالو ته به په خپله خاوره کې ځای ورکړی.
((ونزویلا به د سوریې لږترلږه 20 زره وروڼوته چې نور ملګري یې هم دلته میشت دي؛ ځای ورکړي. زه اعلان کوم چې د سوریې شل زره وګړي دلته، زموږ پلرني ټاټوبي ته راشي. موږ غواړو چې د سولې دا هېواد، د سیمون بولیوار دا خاوره درسره شریکه کړو.))
داسې ګڼل کیږي چې یوازې د تیرې شنبې او یک شنبې په ورځو کې لږترلږه شل زره غیر قانوني کډوال جرمني ته رسیدلي او زرګونو کسان په هنګري؛ یونان، مقدونیې او سربیا کې پراته دي.