د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

مسعود: د الکټرونکي حکومتوالۍ سیسټم له اداري فساد سره د مبارزې یوازنۍ حل لاره ده


د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د افغانولسمشر فوق العاده استازی وايي چې په هېواد کې د الکټرونکي حکومتوالۍ سیسټم له اداري فساد سره د مبارزې یوازنۍ حل لاره ده.

د افغانستان په حکومتي ادارو کې د ادارې فساد له منځه وړل؛ د ادارې پروسو ساده کول او د ښو خدماتو وړاندې کول؛ د الکټرونیکي حکوامتولۍ عمده اهداف ښودل کیږي.

د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د افغان ولسمشر فوق العاده استازي احمد ضیا مسعود وویل؛ حکومت هڅه کوي چې خپل اداري چارې الکآرونیکي او خلکو ته اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

ښاغلي مسعود د سه شنبې ورځې په ناسته کې چې د الکټرونیکي حکومتوالۍ د سیستم د معرفي کېدو لپاره جوړه شوې وه؛ وویل، له دې سیسټم څخه په استفادې به د مکتوبونو سیسټم تقریباً له منځه ولاړ شي.

((له ادارې فساد څخه د مخنیوي یوازنۍ لاره او یوازینۍ لاره چې حکومت وکولای شي سالم خدمات عرضه کړي او دارې پروسجرونه لنډ کړي؛ د حکومت په ټولو کړنو کې شفافیت رامنځ کړو او یوه سمه حساب ورکونه وجود ولري؛ د دغو ټولو مسایلو لپاره یوازنۍ حل لاره د الکټرونیکي حکومتوالۍ معرفي کول دي.))

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د الکټرونیکي حکومتوالۍ د سیسټم طرحه د کابینې غړو او مستقلو حکومتي ادارو ته وړاندې کړه.

افغان حکومت په داسې حال کې هڅه کوي چې د الکټرونیکي حکومتوالۍ لپاره یو سیسټم جوړ کړي چې دا مهال په اکثرو دولتي ادارو کې د اوږدمهاله کاري پروسو له امله ادارې فساد ورځ تربلې زیاتیږي.

عام وګړي هم په حکومتي ادارو کې له اداري مراحلو شکایت لري او وايي، د یوه عادي مکتوب طی مراحل په اونیو او حتی میاشتو وخت نیسي.

په عین حال کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وايي چې په نژدې راتلونکي کې به ټولې حکومتي ادارې په الکټرونیکي سیسټم مجهزې شي.

د الکټرونکي حکومتوالۍ د سیسټم په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي وویل:

((موږ هغه څه چې د الکټرونیکي حکومتوالۍ په توګه لرو؛ هغه د برېښنا سرعت دی چې موږ غواړو له دغه سرعت نه ګټه واخلو؛ ځکه هغه چارې چې د کاغذ پرمخ دي او انتقال یې ډير وخت نیسي چې له یوې شعبې بلې ته انتقال شي؛ د مرکزي حکومت او محلي حکومتونو ترمنځ چې موږ لرو د الکټرونیکي حکومتوالۍ په وسیله اصلي سندونه په الکټرونیکي ډول سکن کیږي او دا د مثال په ډول لیږل کیږي؛ یو ولایت ته او کار عملاً په الکټرونیکي سیسټم پیلږي.))

نوموړي وویل، دا چې د الکټرونیکي حکومتوالۍ سیسټم به کله په حکومتي ادارو کې په بشپړ ډول عملي کیږي او څو سلنه کارونه به په ادارو کې الکټرونکي شي د یوې سروي له بشپړېدو وروسته به معلوم شي.

عام وګړي هم د دغه سیسټم له رامنځ ته کېدو هرکلی کوي او وايي، هیله مند دي چې دا سیسټم به وکولای شي چې په ادارو کې د خلکو په کارونو کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG