د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

د کندهار ښار ټول تیل پمپونه تړل شوي دي


د کندهار ښار ۱۱۰ او د سپین بولدک ولسوالۍ ۲۷ تېل پمپونه د تېري شپې راهیسي د اعتراض په ډول تړل شوي.

د کندهار ښار ۱۱۰ او د سپین بولدک ولسوالۍ ۲۷ تېل پمپونه د تېري شپې راهیسي د اعتراض په ډول تړل شوي.

د تېل پمپونو مالکین وايي چې د کندهار مستوفیت د ماليې وزارت ورکړل شوي د عوایدو هدف نه شي پوره کولای نو ځکه یې پر دوی لوړه مالیه ایښې ده.

د کندهار د والي مرستیال عبدالعلي شمسي د تیل پمپونو د مالکیونو سره په لیدنه کې ویلي چې ستونزې ته به د حل لاره پیدا کوي.

تېل خرڅوونکو د تېرو اوو کلونو راهیسي مستوفیت ته مالیه ځکه نه ده ورکړې چې مستوفیت يې نه قبلول.

دغه مالیه چې د اوو کلونو ۳۰ زره افغانۍ کېدل، اوس ۱۲۰۰۰۰ افغانۍ کیږي.

که د تېل پمپونو بندېدههمداسې دوام وکړي د تېلو بيې به تر اوس څو برابره لوړې شي.

XS
SM
MD
LG