د افغان حکومت د کاري بهیر د ارزونې او د راتلونکو مرستو د جلب په خاطر په کابل کې نړېواله غونډه روانه ده.
په دې غونډه کې چې "ځان بسیاینه د دوه اړخیزې حساب ورکونې" په نوم جوړه شوې ده؛ افغان ولسمشر د خپل حکومت له پرمختګونو او راتلونکو پروګروامونو خبرې وکړې.
محمد اشرف غني وویل چې د ځان بسیاینې لپاره په اقتصادي او سیاسي برخه کې د نړۍ مرستې ډېرې مهمې دي او ټول باید همکاري وکړي.
د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره جدي هڅې؛ د بشري حقونو د وضعیت ښه کول او اقتصادي پرمختګ هغه ژمنې وې چې افغان ولسمشر ورکړې او ویې ویل چې راتلونکی کال به یې له عملي کېدو نه نړېوال ډاډمن شي:
((زه غواړم درې ژمنې وکړم چې تاسو کولای شئ په خاطر یې زه او زما حکومت مسوول وګڼئ.
لومړۍ ژمنه دا کوم چې راتلونکی کال به د بروکسل په غونډه کې موږ یوه قوي بودجه ولرو او له ښه اقتصادي پرمختګ به مو خبر کړو.
دویمه ژمنه دا ده چې په ټول افغانستان کې به بشري حقونه ښه کیږي او په خاصه توګه د ښځو حقونو ته به رسیدګي وشي.
دریمه ژمنه دا کوم چې د سولې د تامین لپاره به جدي هڅې کوو او له خپلو نړېوالو همکارانو سره به په دې اړه جدي خبرې وکړو چې په افغانستان کې انسان وژنه ختمه شي.))
ښاغلي غني وویل چې د ښې حکومتوالۍ له فساد سره د مبارزې او اصلاحاتو په برخه کې جدي کارونه شوي او دا هغه ژمنې وې چې افغان حکومت په تېرو نړیوالو غونډو کې کړې وې.
د افغان حکومت د کاري بهیر د ارزونې او د ځان بسیاینې لپاره د دوه اړخیزې حساب ورکونې دا معتبره غونډه د توکیو د ۲۰۱۲ او د لندن د ۲۰۱۴ کلونو د نړېوالو کنفرانسونو په دوام جوړه شوې ده.
په دې غونډه کې د نړېوالې ټولنې په استازیتوب د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي خاص استازي نیکولاس هیسم د غونډې ټول ګډونوال وهڅول چې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
((موږ یو ګډ مسوولیت لرو چې یقیني شو چې افغانستان د تېرو کلونو په نسبت ښه پرمختګ کړی دی او ټول اتباع یې له دې پرمختګه برخمن شوي دي. په دې ګډ مسوولیت کې زموږ رغنده ډیالوګ مهم رول ادا کوي. زه ټول ګډونوال دې ته هڅوم چې دا ټول پرنسیبونه زموږ په نننۍ غونډه کې په لومړیتوب کې شامل کړي.))
ښاغلي هیسم هم د انتخاباتي اصلاحاتو په خاطر د حکومت قوي اراده وستایله او ویې ویل چې افغان حکومت د کار له پیل تر دې دمه په څو برخو له هغې ډلې حکومتوالۍ او له فساد سره د مبارزې په برخو کې ښه پرمختګونه کړي دي.
په کابل کې د لوړرتبه پلاویو غونډه په داسې حال کې د افغان حکومت کاري بهیر ارزوي چې درې کاله مخکې په توکیو کې له افغانستان سره تر ۲۰۱۵ کاله پورې د شپاړسو میلیاردو ډالرو د مرستې ژمنه شوې وه.
د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د نننۍ غونډې ګډونوالو ته د ځان بسیاینې سټراټیژي په دوو برخو کې بیان کړه چې په لومړۍ کې یې سوله او ثبات او په دویمه کې یې د اصلاحاتو راوستل مهمې برخې جوړوي:
((زموږ اساسي او اوږدمهاله ژمنه په شپږو برخو ویشل کیږي. د امنیت او سیاسي ثبات تامین، د اداري فساد پر ضد مبارزه، حکومتوالي، د قانون حاکمیت، د بودجې د کسر له منځه وړل؛ د خلکو د اقتصاد شفافیت او تجارتي بانکداري؛ د خصوصي سکتور او همکارۍ پراختیا او د مرستو اغیزمنتیا.))
ښاغلي حکیمي همداراز په ملي سطحه د انتخاباتي اصلاحاتو په څېر د ځینو مهمو بدلونو راوستل او د قوانینو تصویب د هغو ژمنو او کارونو دویمه برخه وبلله چې د ځان بسیاینې سټراټیژي پیاوړې کوي.
دا لومړی ځل دی چې د ملي وحدت د حکومت له پیل تر دې دمه په کابل کې د نړۍ هېوادونه ټولیږي او د افغان حکومت کاري بهیر ارزوي او ځان بسیاینې ته د رسیدو لپاره یې طرحې او پروګرامونه اوري.
له دې وړاندې د دوو ورځو لپاره کابل د ریکا یا د افغانستان لپاره د سیمه ییزې همکارۍ د غونډې کوربه وو چې هلته هم د افغانستان په اقتصادي مسایلو خبرې وشوې.
که څه هم له دې مخکې ویل کېده چې د نړیوالو د اخلاص له امله په لویو کنفرانسونو کې له افغانستان سره مرستې کیږي خو دا ځل کارپوهان ټينګار کوي چې که افغان حکومت په رښتیا هم خپلې ژمنې تر راتلونکي کاله عملي کړي نو د یوه اوږدې مودې لپاره به د نړیوالو تازه مرستې ورسره وشي او د افغانستان اقتصاد به پیاوړی کړي.
راپور: صفي الله ستانکزی