په افغانستان کې اداري فساد ښایي له جګړو وروسته د افغان ولس د ځورېدو او ستونزو دویم ستر لامل وي.
افغان ولسمشر وايي چې د اداري فساد د موجودیت له امله بې وزلو افغانانو په میلیاردونو ډالره تاوان ورکړی دی او لا هم دغه پدیده د دوی ژوند له ننګونو سره مخ کوي.
محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د دیني عالمانو ملي کنفرانس ته وویل چې د فساد په له منځه وړلو کې باید دیني عالمان خپل رول ادا کړي او ټول خلک ورسره د مبارزې لپاره وهڅوي:
((له دې شومې پدیدې سره د مبارزې په خاطر یوه ملي سراسري جهاد ته ضرورت لرو. په دې برخه کې غواړم له دیني عالمانو څخه مننه وکړم چې دې مهمې موضوع ته یې پام شوی او ورنه غواړم چې زموږ مسلمان خلک د دې برخلیک ټاکونکي جهاد په خاطر وهڅوي. دولت هم په ټول توان سره په دې لار کې له دیني عالمانو او خلکو سره ولاړ دی.))
افغان ولسمشر خبرداری ورکړ چې په فساد کې ښکېل لوړپوړي چارواکي به له خپلو دندو لرې او هم به جدي چلند ورسره وشي.
ښاغلي غني وویل چې ناسم قرارادادونه؛ د جایدادونو غضب، نا امني، قاچاق، د کانونو لوټ او کیندنه، ناسم بانکداري نظام او په دولتي څوکیو کې د مقرریو پروسه هغه اوو عوامل دي چې په افغانستان کې یې اداري فساد ته پراخه زمینه برابره کړې ده.
د افغانستان جمهور رییس په داسې حال کې اداري فساد د نظام پر وړاندې یوه جدي ننګونه وبلله چې افغانستان له څو کلونو راهیسې د اداري فساد په برخه کې په ټوله نړۍ کې په لومړیو هېوادونو کې شمېرل کیږي.
افغان ولسمشر وویل چې د حکومت له پیله یې تر دې دمه درې نېم سوه قراردادونه کتلي چې د څیړنې په نتیجه کې یې اته نیم میلیارده افغانۍ سپما شوي او لسګونه قراردادونه هم د فساد د موجودیت له امله یا ځنډیدلي یا لغوه شوي دي.
محمد اشرف غني وویل چې افغان حکومت له فساد سره د مبارزې کلکه اراده لري؛ خو دا مبارزه یو څه وخت نیسي.
((آیا هر افغان ته دا د شرم ځای نه دی چې هر کال ټوله نړۍ وايي چې افغانستان له فاسد ترینو هیوادونو څخه دی. زموږ خلک فاسد نه دي، زموږ علما فاسد نه دي. یو محدود عده چارواکي دي او یو محدود عده قاچاقبران دي چې د دې ولس شهرت یې په خطر کې اچولی دی.
له فساد سره مبارزه د دولت یوه اصلي وظیفه ده. موږ د دې تباه کونکې ناروغۍ د ختمېدو لپاره ځینې اساسي اقدامات پیل کړي دي چې طبعاً پوره تطبیق یې یو څه وخت نیسي.))
افغان ولسمشر د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د دیني عالمانو له ملي کنفرانس څخه وغوښتل چې د فساد پر ضد د مبارزې په خاطر خپل وړاندیزونه او طرحې ده ته وسپاري.
څیړونکي وايي، دا چې لا هم په وړو او لویو ادارو کې فساد موجود دی؛ که افغان حکومت د دې پدیدې د ورکولو لپاره خپلې ژمنې عملي نه کړي؛ خلک به له حکومته واټن واخلي او ځینې به یې آن د ورپېښو ستونزو له امله د مخالفینو له لیکو سره یوځای شي.
راپور: صفي الله ستانکزی