د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

د داعش تازه ګواښ په شینوارو کې د ښوونځیو د تړل کیدو لامل شوی


هغه مهال چې د ننګرهار د شینوارو په ځينو ولسوالیو کې د دولت د دوو وسله والو ډلو ترمنځ خپل منځي نښتې پيل شوې له دغو سیمو څخه په زرګونو زده کوونکي او ښوونکي له خپلو کورنیو سره نورو سیمو ته کډه شول او د ځينو ښوونځيو دروازې بندې شوې.

خو اوس ویل کیږي چې د شينوارو په يو شمېر ولسوالیو کې د داعش وسله والې ډلې د معارف کارکوونکو ته ګواښوونه کړي او له همدې امله د نورو ښوونځيو دروازې هم تړل شوي.

د هسکې مینې ولسوالۍ اوسیدونکی عطاخان ازادي راډيو ته ویلي چې په تېره اونۍ کې د داعش وسله والې ډلې د ټولو ښوونځيو ښوونکي او مدیران ګواښلي چې نور به د حکومت معاش نه اخلي او د معارف وسایل به دوی ته سپاري:

((د مکتبونو مدیران او سرمعلمان ګورګورې سیمې ته د داعش مشرانو له خوا غوښتل شوي وو؛ دوی ته یې ویلي چې نور به د حکومت معاش نه اخلي اوس ټولو خلکو ته معلومات دی چې یوازې د ولسوالی پورې نیږدې مرکزي لیسه پاتې ده؛ نور د کلا، شیخا، ګورګورې او شمي چم ټول مکتبونه تړل شوي.))

نه یوازې هسکه مينه ده چې د وسله والو د ګواښونو له امله ښوونځي تړل شوي؛ د اچین ولسوالۍ اوسیدونکی سید کریم هم دغه ستونزه یادوي. دی وايي، د اچین ولسوالۍ د مامندو په سیمه کې ښوونځي د جنګ له امله تړل شوي وو؛ خو اوس په اچین، نازیان او سپن غر ولسوالیو کې هم د داعش وسله والې ډلې ښوونکو او مدیرانو ته د معاش د نه اخیستلو ګواښ کړی چې دا کار د زياتو ښونځيو د تړل کېدو لامل شوی:

((د اچین او ولسوالۍ او د نازیان مکتبونه دي؛ دوی ته هم استادانو ته داسې خبرداری ورکړی چې د حکومت نه به معاش نه اخلي او معلمان او زده کوونکی مکتب ته د تګ زړه نه ښه کوي؛ بل د عیني شاهدانو خبره ده چې دلته مدرسو واله ته يي ويلي چې اوس د طالبي وخت نه دی، نه د عصري علومو او نه د دیني علومو تاسې باید جهاد ته ملا وتړي.))

د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شینواری يوازې د شپږو ښوونځيو د تړل کېدو خبره مني چې پخوا د جنګونو له امله په اچین ولسوالۍ تړل شوي وو. دی وايي، له دغو سیمو څخه زده کوونکي د نورو امن سيمو ښوونځيو کې جذب شوي.

خو دا چې اوس د داعش د وسله والې ډلې د ګواښوونو له امله ښوونځي تړل شوي؛ په دې اړه وايي، یوازې د هسکې مینې ولسوالۍ په اړه دوی ته غیرې رسیمي انديښنه شریکه شوې:

((د هسکې مينې په ولسوالۍ کې ځينې ښوونځي د ګواښ لاندې دي؛ خو تر اوسه موږ ته د تړل کېدو کوم رسمي راپور نه دی راغلی؛ خو زموږ هیله ده چې خلک خپلو سیمو ته ستانه شي او دا نور ښوونځي هم بیرته خلاص شي.))

له دې وړاندې به د ننګرهار په ناامنو سیمو کې د امارت اسلامي ډلې پر حکومت د فشار راوړلو په خاطر وخت ناوخته ښوونځي تړل؛ خو د يو شمېر کتوونکو په باور اوس د داعش وسله واله ډله په شعوري توګه هڅه کوي چې په دغو سیمو کې د علم وړانګې مړې کړي او د بې سوادۍ څخه په ګټې اخیستنې ځوانان خپلو لیکو ته جذب کړي.

راپور:ـ شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG