د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۰

په افغانستان کې د ناامني، سیاسي او اقتصادي ستونزو ترڅنګ بېکاري بله لویه سوتزه


Afghanistan- afghan labors wait for customer on a road side in Kabul July, 04, 2011.
Afghanistan- afghan labors wait for customer on a road side in Kabul July, 04, 2011.

په افغانستان کې یوازې ناامني او سیاسي او اقتصادي ستونزې نه دې چې خلک یې اندیښمن کړي؛ بلکې د کارنشتوالی بله لویه ستونزه ده چې کارګران ترې شکایت کوي.

د کابل ښار په مختلفو واټونو کې د کار په تمه راټول شوي په سلګونو کارګران وايي چې کری ورځ د کار پهتمه وي؛ خو کار ورته نه پیدا کیږي.

د کابل ښار د پل خشتي جومات مخې ته د سلګونو کارګرانو له ډلې؛ ظاهر نومي ازادي راډیو ته وویل:

((هره ورځ د سهار په څلورو بجو واټ وځم؛ ټوله ورځ په سره لمر کې وږی تږی ولاړیم؛ خو کار راته نه پیدا کیږي. په اوونۍ یوه یا دوه ورځې کار کوم چې الوګان پرې هم نه کیږي.))

یوه بل کارګر وايي، هره ورځ د کابل ښار جلا - جلا واټونو ته ورځم؛ ترنورو په لږې مزدورۍ کار ته غاړه ږدم؛ خو راته نه پیدا کیږی:

((زموږ ستونزه د کار نشتوالی دی؛ زه له مجبوریته که دیرش افغانۍ څوک راکړي ترماښامه به ورته کار وکړم.))

بل کارګر چې لعل نومېده اوله څیرې او جامو تر نورو بیوزلی ښکارېده؛ خپل ګریوان ته یې لاس واچاوه او په چیغو چیغو یې پر حکومت داسې غږ وکړ:

((موږ ته وچه ډوډۍ نه رسیږي او د حکومت مشران پلوونه اوغوښې خوري؛ ما سبناری نه دی کړی، په لوږه د کار په تمه یم، زه د حکومت دواړو مشرانو ته وایم چې په خپلو ژمنو وفا وکړئ او زموږ ستونزې کمې کړئ.))

په افغانستان کې د کارنشتوالی له پخوا راهیسې یوه ستونزه وه؛ خو ویل کیږي چې په وروستیو د وو کلونو کې، د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د ناامنیو له زیاتېدو وروسته؛ دغه ستونزه نوره هم زیاته شوې ده.

د افغانستان د کارګرانو سراسري ټولنه وايي؛ اوسمهال په هېواد کې څه باندې دولس میلیونه خلک د کارکولو جوګه دي چې یومیلیون يې په دولتی او خصوصي سکتور او څو میلیونه یې په کرنیزواو شخصي کارونو بوخت دي.

د دې ټولنې ريیس معروف قادري ازادي رادیو ته وویل؛ د وزګارو کره شمېره نه ده تثبیت شوې؛ خو میلیونونه د کارجوګه خلک اوس هم مطلق وزګاردي.

ښاغلی قادري هم له حکومته غواړي چې د دې ستونزې کمولو ته عملي اقدامات وکړي:

((کارد هرافغان حق دی، د چارواکو دنده ده چې کار پیدا کړي؛ امینت رامینځته کړي او بیا د خصوصي سکتور سره مرسته وکړي چې د فابریکو په جوړولو او دا نورو پروژو په پلي کولو سره خلکو ته د کار زمینې برابرې کړي.))

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي؛ دغې ستونزې ته په کتو سره په دې وروستیو کې هڅې تیزې شوي چې د افغان کارګرو ستونزې کمې شي.

د دې وزارت د حقوقو او قانون رييس حسام الدین تالقاني ازادي راډیو ته وویل:

((کار او ټولنیزو چارو وزارت ځانګړې تدابیر نیولي؛ له دې جملې نه د کار د ملي عالي کمېټې جوړول دي؛ دا کمیټه به په نږدي راتلونکې کې په خپلې لومړۍ ناسته کې په دې هکله نورو ارګانونو ته پالیسۍ جوړې کړي. بله دا چې له یوشمېر هېوادونو سره د افغان کارګرو د اتسخدامولو تفاهمنامې لاسلیک شوي او هڅې کیږي دا تفاهمنامې له نورو هېوادونو سره هم لاسلیک شي. دا اقدامات به شته ستونزه کمه کړي.))

خلک وايي، له تېرو شاوخوا څوارلسو کلونو راهیسې له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرسته وشوه؛ خو حکومت ونه توانید چې خلکو ته د کار زمینې برابرې کړي.

خلک داهم وايي، اوسمهال هره ورځ په زرګونو ځوانان د بیکارۍ له امله غواړي ځانونه بهرته ورسوي.

داهم ویل کیږي که حکومت د بیکارۍ ستونزه اواره نه کړي؛ ځینې خلک به له اقتصادي ستونزو له امله؛ د مخالفینو لیکو ته ور مخه کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG