د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۹

له انګلستانه ۴۵ افغان پناه غوښتونکي په زور ایستل کیږي


نړېوالو رسنیو تر ډېره په افغانستان کې د سیګار ادارې د پلټونو او له انګلستان څخه د یوشمېر افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د بیارغونې په پروژو کې د امریکا د حیف میل شوو مالي مرستو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼې لیکلي، د افغانستان د بیارغوني لپاره د امریکا د څار ادارې یا سیګار په تېر جون میاشت کې په روغتیايي برخه کې په افغانستان کې د شپږ سوو کلینیکونو د جوړښت په اړه معلومات وغوښتل.

خو د نیویارک ټایمز په وینا؛ پلټونکو ډېر ژر معلومه کړه چې له دې جملې څخه اصلاً ۱۳ کلینیکونه په افغانستان کې نه دي جوړ شوي او که وي هم دومره لري دي چې خلک ورته نه شي رسیدلی.

ورځپاڼې د هغو الوتکو په اړه هم لیکنه کړې چې متحده ایالاتو د افغانستان لپاره اخستي دي.

نیویارک ټایمز وايي، دا الوتکې نه پروزا کولی شي او نه هم د بیارغونې وړ دي.

د مقالې لیکونکي د بریښنا د تولید د یوې پروژې یادونه هم کړې ده چې ۳۳۵ میلیونه ډالر پرې لګیدلي؛ خو ګټه ترې ډېره کمه اخستل شوې ده.

ورځپاڼه زیاتوي، دغو ټولو موضوعاتو ته په پام سره افغانستان لا تر اوسه د نړۍ یو فقیر هېواد دی، فساد په کې موجود دی، وزارتونه او مرکزي ادارې يې کمزوري دي او لرې پرتو سیمو او کلیو ته لاس رسۍ نه لري.

پولیټیکس:

پولیټیکس برتانوي خپرونې له لندن څخه په زوره د افغان پنا غوښتونکو د ویستلو موضوع یاده کړې ده.

د خپرونې په باور، د برتانيې د بهرنیو چارو وزارت د دې افغانانو د ویستلو لپاره ډیره بېړه لري.

پولیټیکس خپرونه وړاندې لیکي، ټاکل شوې ده چې ۴۵ افغان پناه غوښتونکي نن سه شنبې په یو الوتکه کې له برتانيې وویستل شي.

د مطلب لیکونکی وايي، مدافع وکیلان هڅه کوي هغه کسان له برتانې څخه له ویستلو راوګرځوي چې روانې او جسمي ناروغی لري.

XS
SM
MD
LG