د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۱

میرکل: په اوکرایین کې باید په بشپړ ډول د اوربند د موافقې د پلي کیدوهڅې وشي


د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل وايي: په ختیځ اوکرایین کې باید په بشپړ ډولد اوربند د موافقې د پلي کیدوهڅې وشي.

میرکل دا خبرې پرون [دوشنبه] په برلین کې د فرانسې او اوکرایین له ولسمشرانو فرانسوا اولانډ او پترو پروشینکو سره ګډې خبري غونډې ته وکړې.

د جرمني صدراعظمې وویل، هغه موافقه چې په منسک کې وشوه په بشپړ ډول نه ده عملي شوې او دا څرګندوي چې زیات خلک بیا هم د روانې جګړې قرباني شوي دي.

د اوکرایین ولسمشر ټینګار وکړ چې له مخالفانو سره د سولې لپاره د منسک موافقه چې د فبرورۍ په میاشت کې لاسلیک شوه، بدیل نه لري .

د اوکرایین په ختیځ کې د تیرکال داپریل له میاشتې راهیسې، د حکومتي ځواکونو او د روسیې د پلویانو بیلتون غوښتونکو ترمنځ په نښتو کې لږترلږه 4600 تنه وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG