د انتخاباتو لپاره د افغانستان د مدني ټولنو ګډه کاري ډله او د شفافو انتخاباتو بنسټ ټیفا د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د غړیو ترمنځ د مخالفتونو د موجودیت خبره کوي.
د یادو بنسټونو استازیو ټینګار وکړ که د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون غړي خپل مخالفتونه پای ته ونه رسوي د ملي شورا او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې به وننګوي.
د افغانستان د ملي شورا او د ولسوالیو شوراګانو ته د انتخاباتو ورځې لنډیږي خو د انتخاباتو څارونکي او مدني فعالان د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د غړیو ترمنځ مخالفتونه د انتخاباتو په ترسره کیدو کې د ځنډ د راوستلو عوامل په ګوته کوي.
د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې ګډه ډله او د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ وايي چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون کمیشنران له یوبل سره مخالفت لري او که همداسې دوام وکړي د حکومت مشران به د دغه کمیسیون د پریکړو په قبلولو کې ځنډني شي.
د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ او د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنو د ګډې ډلې رییس محمدنعیم ایوب زاده ټینګار وکړچې د انتخاباتو نیټه باید روښانه شي او هم د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون نوي غړي وټاکي او لانجې ختمې کړي:
((متاسفانه ټول غړي یوې وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسیدلي. خپلې لانجې دې پای ته ورسوي. هغه څه چې له خلکو یې ټول کړي په خپلو وړاندیزونو کې ورته ځای ورکړي. نه دا چې خپلې غوښتنې په وړاندیزونو کې ځای کړي.
وخت دې تلف نه شي او ښځو ته هم پنځه دېرش فیصده څوکۍ ورکړل شي.))
د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون له رامنځته کیدو شاوخوا یوه میاشت تیریږي او تراوسه پورې یې په انتخاباتو کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره له بېلابېلو ولایتونو نه د قومي مشرانو، مدني فعالانو او خلکو څه باندې پنځلس سوه وړاندیزونه ټول کړي دي.
د رایې ورکونې د مخکینیو کارټونو باطلول، له انتخاباتو مخکې د رایې ورکونکو د نوملړ جوړول، په لږ وخت کې ښه انتخابات، د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون وړاندیزونو ته رسیدګي او ورنه د حکومتي مشرانو ملاتړهغه مهمې غوښتنې وې چې یادو مدني فعالانو او انتخاباتي څارونکو مطرح کړې.
خو له دې سره سره د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون د سیاسي چلندونو او مخالفتونو موجودیت ردوي او وايي چې ټول کمیشنران په انتخاباتو کې د اصلاحاتو راوستلو ته ژمن دي.د یاد کمیسیون مرستیال صدیق الله توحیدي په دې اړه داسې وویل:
((په کمیسیون کې دننه سیاسي اختلافات نه دي موجود خو د انتخاباتو په تخنیکي مسایلو کې طبیعتاً ځیني لید لوري متفاوته دي.
هڅه ده چې په یوه غونډه کې دا لیدلوري یو شي او په لنډ وخت کې د انتخاباتو د اصلاح لپاره د وړاندیزونو یوه ښه مجموعه وړاندې کړو.))
تمه ده د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون روانه اوونۍ د خپلو وړاندیزونو مجموعه د حکومت مشرانو ته وړاندې کړي، خو انتخاباتي څارونکي وايي، هغه اندیښنې لاهم پرځای پاتې دي چې په یاد کمیسیون کې د حکومتي چارواکو نږدې کسان نیول شوي دي.
له دې سره-سره د انتخاباتو څارونکي ډلې ټینګارکوي چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون باید داسې اساسي تغیرات راولي چې د راتلونکو کلونو لپاره په انتخاباتو کې کومه لانجه رامنځته نه شي او خپل کارونه په مناسب وخت کې ترسره کړي.
صفي الله ستانکزی