د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

نۍ: حکومت معلوماتو ته د لاس رسي حق محدود کړی دی


نۍ یا په افغانستان کې له ازداو رسینو څخه د ملاتړ ادارې پر ملي وحدت حکومت انتقاد کوي چې خبریالانو او خلکو پر وړاندې معلوماتو ته د لاس رسي حق محدود کړی دی.

د دې ادارې مشرمجیب خلوتګرد دوشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، د ملي وحدت حکومت مشرانو هغه ژمنې چې د خبریالانو ستونزو ته د رسېدو په اړه یې کړې وې، تراوسه یې یوه هم نه ده عملي کړې.

نۍ یا په افغانستان کې له ازادو رسینو څخه د ملاتړ ادارې چارواکي د ملي وحدت حکومت له مشرانو غواړي معلوماتوته د لاس رسي حق په اړه دې خپله پالیسي او دریځ روښانه کړي.

د دې ادارې مشرمجیب خلوتګرد دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د خبریالانو پر وړاندې د ملي وحدت حکومت د چارواکو په کړنو انتقاد وکړ.

ښاغلي خلوتګر وویل، که څه هم معلوماتو ته د لاس رسي قانون د ولسمشرله خوا توشیح شوی، خو د ملي وحدت حکومت یې برخلاف عمل کوي:

((له یو خوا قانون توشیح شوی له بل پلوه يې معلوماتو د لاس رسی حق محدود کړی، دا دواړه کړنې له یو بل سره په ټکر کې دي، د ملي وحدت مشران، د بیان ازادي، د اتباعو حقوقو او د رسنیو پهازادي باندې بشپړ باور نه لري.))

ښاغلي خلوت ګردا مطلب وروسته له هغه بیان کړی، یو شمېرکسان چې ګومان کیږي د کابل ټکسي ټولنیز ویب پاڼې مسولین به وي د ملي امنیت شورا ته د وضاحت لپاره ورغوښتي.

مجیب خلوتګرد افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار حنیف اتمر دا کار د ټولیزو رسنیو له قانون سره په ټکر کې وباله او د حکومت له مشرانو یې وغوښتل چې دا مساله جدي وڅیړي.

د راپورونو له مخې کابل ټکسي ټولنیز ویب پاڼه د حکومتي چارواکوپه اړه طنزي او سیاسي مسایل خپره وي، په دې وروستیو د ملي امنیت شورا د سلاکارد کاري کړونو په اړه یو مطلب خپور کړی و چې د ښاغلي اتمرغصه یې راپارولې.

ښاغلي خلوت ګر وویل، خپورشوی طنزله قانوني پلوه هیڅ ستونزه نه لري او د ملي امنیت شورا سلاکار د شخصي سلیقې له مخې له دې مسالې سره چلند کړی.

په ورته وخت کې یو شمېرخبریالان هم شکایت کوي، چې نه شي کولای په اساني سره له حکومتي ادارو څخه معلومات ترلاسه کړي او په دې برخه کې له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

له بلې خوا د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، حکومت په دې هڅه کې نه دی چې معلوماتو ته لاس رسی محدود کړی، بلکې غواړي چې د خبریالانو ستونزې حل کړي.

د دغه وزارت ویاند هارون حکیمي له ازادي راډیو سره په خبروکې وویل، هڅې یې پیل کړې چې د خبریالانو پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې کړي:

((موږاوس هم ژمن یو او بیا هم ژمنه کوو، په نږدې ورځو کې به اطلاعاتو د لاس رسي کمېسیون هم چې مشر، مرستیال اومنشي یې ټاکل شوي دي کار پیل کړي چې دا به هم په دې برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته کړي او هغه مسایل چې د خبریالانو غوښتنه وي د وزارت رهبري ژمنه ده چې پر هغو به اقدام کوي.))

دا په داسې حال کې ده چې نۍ یا په افغانستان کې له ازداو رسینو څخه د ملاتړ ادارې رییس وايي، که چېرې دې مسالې ته جدي پام ونه شي، نو په تېرو څوارلسو کلونوکې په افغانستان کې د بیان ازادي به له ستونزو سره مخ شي.

د دې ادارې مسوولین زیاتوي تر اوسه په افغانستان کې د بیان د ازادي او کره معلوماتو ته د لاس رسي په مبارزه کې ۴۷ خبریالان وژل شوي او له پنځوسو زیات نور وهل ټکول او همدا رنګه له ګواښ او تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG