د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۶

افغان حکومت د مرستندویه هيوادونو د لوړپوړو چارواکو د غونډې تياری نيسي


افغان حکومت د مرستندویه هيوادونو د لوړپوړو چارواکو د غونډې تياری نيسي.

په هغه غونډه کې چې پرون غرمه په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني تر نظارت لاندې وشوه؛ له افغانستان سره د مرستندويه هيوادونو د غونډې پر اجنډا خبرې وشوې.

د دې غونډې تمرکز به چې په نيږدې راتلونکي کې تر سره کيږي؛ د افغانستان د اقتصادي سکتور پر پياوړتيا وي.

په پرونۍ غونډه کې چې په ارګ کې وشوه؛ د مالي ستونزو، د افغانستان پر ځان ويسا کېدو، د اقتصاد په پرمختګ کې د خصوصي سکتور د برخې؛ د حکومتوالۍ په چارو او قضايي سيسټم کې د اصلاحاتو او بانکدارۍ د سکتور په اړه خبرې وشوې.

د افغانستان د جمهوري رياست څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې په پرونۍ غونډه کې همداراز د کانونو؛ کرنې، سوداګرۍ، ښاري پراختیا او د سیمه ییزې حکومتوالۍ په برخو کې د هغو پیغامونو په باب خبرې وشوې چې باید د افغانستان د دولت له خوا مرسته کوونکو هېوادونو ته ورکړل شي.

د مرستندويه هېوادونو غونډه په داسې حال کې کيږي چې نړيوالې ټولنې په افغانستان کې د اداري فساد په اړه جدي اندېښنې څرګندې کړي دي او غوښته يې کړې چې په اړه يې لازم اقدامات وشي.

د افغانستان نوي حکومت له اداري فساد سره مبارزه له خپلو لومړيتوبونو څخه بللې او د تېر کال په سپټمبر مياشت کې د خپل کار له پيله راهيسې يې په دې اړه اقدامات هم کړي دي.

XS
SM
MD
LG