پاکستان وايي، د افغانستان له خاورې څخه د سخت دريځو د ډزو په پايله کې څلورپاکستاني سرتيري وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې په وينا پرون (د يکشنبې په ورځ) له افغان لوري څخه پر پوله د درنو وسلو په حمله کې د پاکستان څلور سرتيري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
اعلاميه وايي چې په ځوابي اقداماتوکې د پاکستان پوځيانو د وسله والو دغه ډله له منځه یوړه.
افغانستان په دې وروستيو کې ويلي چې پاکستان د هغو افغان طالبانو پر وړاندي چې په دې هېواد کې خوندي ځايونه لري، جدي اقدام نه دی کړی.
افغان حکومت وايي چې افغان وسله وال طالبان په پاکستان کې په ښکاره توګه غونډې جوړوي خو پاکستان دا ادعاوې ردوي او وايي دا غونډې د افغانستان په خاوره کې دننه کيږي.
له طالبانو سره د سولې د خبرولړۍ هغه وخت وشکېده چې د طالبانو د پخواني مشرملاعمرد مړينې خبرتاييد شو او په کابل کې خونړۍ حملې پيل شوې.