د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۳

ناټو تړون د اوکراین په اړه مسکو ته خبرداری ورکړ


ناټو تړون پرون [چهارشنبه] مسکو ته خبرداری ورکړی چې په اوکرایین کې د هغو بیلتون غوښتونکو پرمختګ چې د روسیې ملاتړکوي او د نورو سیمو د نیولو هڅې به ونه زغمل شي.

ناټوپه یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې تړون ۲۸ غړو هېوادونو په اوکرایین کې د وضعیت د خرابیدو په اړه په بحث کې دا د روسیې مسئولیت ګڼلی چې د اوکرایین بحران ته سیاسي حل پيدا کړي.

ناټو همدا راز پرون د اوکرایین په کړکیچ کې په ټولو ښکیلو خواوو ږغ وکړچې له زغمه کار واخلي او د کړکیچ په پای ته رسیدو کې مرسته وکړي.

خو دې تړون خبرداری ورکړی چې د اوکرایین په خاوره کې د بیلتون غوښتونکو وسله والو نور پرمختګ به، د نړېوالې ټولنې لپاره د منلو وړ نه وي.

په وروستیو ورځوکې د اوکرایین په جنوبي ښار ماریوپول کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو بیلتون غوښتونکو په جګړه کې ګڼ شمېرکسان وژل شوي دي.

ناټو همدا راز پر ټولو خواوو ږغ کړی چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان ته وخت ورکړي چې په سیمه کې خپل کار په پوره امنیت کې او له خنډه پرته ترسره کړي.

په اوکرایین کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د ځانګړي ماموریت مشرالکساندرهګ پرون خبري کنفرانس ته وویل چې د اوربند د کرښې دواړو خواوو ته پوځي حرکتونه لیدل کیږي. الکساندر هګ وړاندې وویل:

((د کرښې دواړو خواوو ته پوځي وسایل موجود دي. موږ کرښې ته نږدې د پوځي روزنې مرکزونه هم لیدلي دي. موږ همدا راز لیدلي چې دواړو خواوو ته د ځواکونو او وسایلو د زیاتولو لپاره هڅې روانې دي.))

ملګري ملتونه وايي، د اوکرایین په ختیځ کې د 2014 [میلادي] کال د مارچ له میاشتې راهیسې په روانو جګړو کې لږ تر لږه 6400 تنه وژل شوي دي.

په همدې حال کې، ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین راتلونکې میاشت د ملګروملتونو په عمومي اسامبلې کې د ګډون لپاره نیویارک ته ولاړ شي.

ولسمشرپوتین ښايي په نیویارک کې د امریکا د متحدوایالاتو له ولسمشربارک اوباما سره وګوري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل، پوتین به د عمومي اسامبلې په څنډه کې، له ولسمشراوباما سره د لیدنې لپاره د واشنګټن بلنې ته مثبت ځواب ورکړي.

د روسیې او امریکا ترمنځ اړیکې د اوکرایین په ختیځ کې د مسکو د لاسوهنې او د کریمیا د الحاق له امله خراب شوي دي.

مسکو د اوکرایین په ختیځ کې بیلتون غوښتونکو ته د وسلو ورکول او دې سیمې د خپلو عسکرو د استولو رپوټونه ردوي.

XS
SM
MD
LG