د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

یونیسف، د کرکټ بورډ په همکارۍ د پولیو واکسین پروګرام تطبیقوي


د ملګروملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف غواړي د افغانستان د کرکټ بورډ په همکاري اته میلیونه افغان ماشومانو ته د پولیو واکسین پروګرام تطبیق کړي.

د دې پروګرام د پلي کېدو په هدف د یونیسف او د افغانستان کرکټ بورډ مسوولینو ترمنځ په کابل کې د ۲۳۰ سوه زره ډالرو په ارښت یو تړون لاسلیک شو.

د افغانستان د کرکټ لوبغاړي د پولیو یا ګوزڼ پر وړاندې د مبارزې لپاره میدان ته را دانګي، دا ځل دوی بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کوي، ترڅو کورنۍ دېته وهڅوي چې د پولیو پر وړاندې خپل ماشومان واکسین کړي.

د ملګروملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف د یکشبنې په ورځ د افغانستان کرکټ بورډ سره د ۲۳۰ سوه زره ډالرو په ارښت یو تړون لاسلیک کړ.

د دې ادارې د چارواکو په وینا د دوی کمپاین به له کندهار او ننګرهار پیل او هغو ولایتونو ته به وغځول شي چې د پولیو پېښې په کې لیدل شوې وي.

په کابل کې د یونسیف مرستیال بالاجي وايي، دا چې خلک له خپلو لوبغاړیو سره مینه لري نو باور شته هغه اته ملیونه افغان ماشومان چې د پولیو له خطرسره مخ دي وژغورل شي:

((دا زموږ ګډه همکاري ده چې ماشومانو ته د پولیو له ناروغۍ څخه د مخنیوي ډاډ ورکړو، د یادې ناورغۍ مخنیوي جدي او دوامدارو هڅو ته اړتیا لري، موږ خوښ یو چې له داسې یو ټیم سره موږ د پولیو د لمنځه وړلو لپاره مبارزه پیل کړې ده، د افغانستان د کرکټ ټیم ځوانان باید ثابته کړي چې یو ماشوم هم د پولیسو واکسین رد نه کړي.))

په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین د نوې کمپاین له پیله یوه اونې تیریږي او یونېسف وایي چې تر اوسه په ټول هېواد کې نوي فیصده ماشومانو ته دغه واکسین ورکول شوی دی.

یونېسف غواړي چې د کرکټ د لوبغاړو په وسیله لس فیصده پاته ماشومانو ته هم دا واکسین ورسوي.

د روغتیا نړېوال سازمان د ګوزڼ واکسین د روان کمپاین د پیل پرمهال په افغانستان کې د ګوزن د پیښو په اړه اندیښنه وښوده او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د دې ویروس له منځه وړل د دوی د پروګرامونو په سرکې دی.

د دې سازمان د معلوماتو په اساس په تیرو اتو میاشتوکې په افغانستان کې د پولیو شپږ پیښې ثبت شوي دي.

د افغانستان د کرکیټ بورمشرنسیم الله دانش بیا وایي، لوبغاړي یې چمتو دي چې د پولیو یا ګوزن ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره هڅه وکړي:

((له نیکه مرغه زموږ کرکټ بورډ او لوبغاړي له دوی سره په پیسو کې دومره مخکې نه یو لاړ، دا زموږ ټولنیز مسوولیت دی چې دا کار به کوو، موږ به هڅه وکړو هر څومره چې کولای شو له تړونه علاوه د پولیو له په منځه وړلو کې به له هیڅ ډول مرستو دریغ ونه کړو.))

د کرکټ له لوبغاړو څخه چې تل په نړېوالو او سیمه ییزو لوبو کې ښه ځلیدلي اوس د دې تمه هم کیږي چې په ټولنیزو برخو کې خلکو ته خدمت وکړي.

د کرکیټ افغان لوبغاړی میرویس اشرف وایي، هیله یې دا ده چې د پولیو واکسین په تطبیق کې مرسته وکړي او افغان ماشومان د ګوزڼ له ناروغۍ وژغوري.

د روغتیا د نړېوال سازمان د راپورله مخې، فراه، کونړ، زابل، ننګرهار، هلمند او ارزګان هغه ولایتونه دي چې د پولیو یا ګوزڼ پیښې ډیرې په کې لیدل کیږي.

دا سازمان وایي چې د دې ناروغۍ د ريښو وچول زیات وخت او ټولنې د ټولو وګړو په ځانګړې توګه ورزشکارانو او مدني فعالانو هڅو ته اړتیا لري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG