د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

"د پاکستان ځواب څه و او حکومت څه کوي؟"


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډیره پاکستان ته د افغان پلاوي د سفر لاسته راوړنو او د فاریاب د جګړې په لیکو کې د ولسمشر د لومړي مرستیال ګډون ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د پاکستان ځواب څه و او حکومت څه کوي؟

په سرمقاله کې راغلي، افغان پلاوی باید له ولس سره دا شریک کړي چې پاکستاني چارواکو د افغان حکومت غوښتنو ته څه ځواب ورکړی دی.

د ورځپاڼې په باور، ولس باید پوه شي چې پاکستان بیا هم تشې ژمنې کړي او که له افغانستان سره د همکارۍ په برخه کې عملي ګامونه هم پورته کوي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، پاکستان له تیرو دریو لسیزو را په دې خوا افغانان په یوه او بل نوم کړوي.

په سرمقاله کې راغلي، دغه هېواد ته تللی افغان پلاوی هم له کومې لاسته راوړنې پرته بیرته هیواد ته را ستون شوی دی.

د ورځپاڼې په باور، خلک باید د پاکستان د لاس وهنو په وړاندې لاس تر زنې کېنني او هڅه وکړي چې له افغاني تولیداتو استفاده زیاته کړي.

لیکوال ویلي، که څه هم د پاکستاني تولیداتو تحریم به تر یو څه مودې افغانان له ستونزو سره مخ کړي، خو زیاته کړې ده چې د وخت په تیریدو به افغانان بدیلې لارې پيدا او پاکستان به له اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د کارپوهانو په حواله لیکلي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې پخواني حالت ته درومي.

په مطلب کې راغلي چې د افغان پلاوي د سفر پر مهال پاکستان افغان لوري ته یو لړ شرایط وراندې کړي چې په هیڅ ډول د منلو نه دي.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم انځور خپور کړی او د ده په حواله یې لیکلي، که ملي امنیت شورا او ولسمشر اجازه راکړي د بدخشان او کندز جګړې ته هم ځم.

همدې ورځپاڼې بیا په یوه جلا مطلب کې لیکلي، دوستم د دې لپاره د فاریاب د جګړې لیکو ته ولاړ چې د یوه لوی ناورین مخنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG