د عراق صدر اعظم حېدر العبادي د خپل هیواد په قضا کې د سختو اصلاحاتو حکم وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې په دې هيواد کې ګڼ شمېر عراقيان واټونو ته راووتل او د اداري فساد پر وړاندې يې د عبادي اصلاحات وستايل.
د عراق ستر مذهبي مشر هم ويلي وو چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې بل هدف بايد د دغه هېواد قضا وي. منتقدين وايي، عبادي هڅې کوي چې ټول قدرت په خپل لاس کې واخلي خو دی دغه ادعاوې ردوي.
د عراق پارلمان په عمومي رضايت سره د عبادي د اصلاحاتو لايحه تصويب کړه. د عراق د صدراعظم حېدر العبادي له خوا د اداري فساد پر وړاندي د اصلاحاتو له حکم وروسته؛ پرون د عراق وګړي د خوشالي څرګندولو په خاطر د ښار واټونو ته راووتل.
لاريون کوونکو د عراق بيرغونه پورته کړي وو او پر ګڼ شمېر سياستوالانو يې انتقاد کاوه؛ خو د عبادي ستاينه يې کوله.
د عبادي د اصلاحاتو پلان بشپړه حکومتي چوکۍ له منځه وړي؛ د ګوند او نژاد پر بنسټ ټاکل شوي ونډې له منځ وړي، د اداري فساد په اړه پلټنې بيرته پرانيزي او صدراعظم ته واک ورکوي چې سيمېز او ولايتي چارواکې له دندو ليري کړي.
خو په مخکيني اعلان شويو اصلاحاتو کې د قضا سيستم نه وو شامل شوی. خو له هغه وروسته چې د عبادي د اداري فساد پر وړاندي اصلاحات د پارلمان له خوا تصويب شول، د دغه هیواد ستر مذهبي مشر آيت الله علي السيستاني په قضايي سيستم کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.
د سيستاني له غوښتنو څو ساعته وروسته، عبادي د خپل هيواد له قضا څخه غوښتنه وکړه چې د اداري فساد پر وړاندي جدي اقدامات وکړي.
د عبادي د کمپاين يوه برخه دا ده چې د هغو قاضيانو يوه کمېټه جوړه کړي چې په اداري فساد کې لاس نه لري تر څو په اداري فساد ککړ چارواکي محاکمه کړي.
هغه مهال چې امریکا پر عراق حمله وکړه، په عراق کې داسي حکومتي سيستم جوړ شو چې ګڼ شمېر کسانو پر ورته دندو کارونه کول او ډېری پوسټونه پر نژادي او فرقوي بنسټونو ورکول شوي وو. دغه پوسټونه په شيعه اکثريت عراق کې د سنيانو او کردانو تر منځ وېشل شوي وو.
دغه اقدام د حکومت د متحد ساتلو په مقصد شوی وو خو عبادي چې يو شيعه مذهبی دی، شکايت کاوه چې په حکومت کې پر فرقوي بنسټونو د چوکيو وېشل نژادي او مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي. د ده په دليل دا ځکه چې هر څوک د خپل ګوند او مذهب خلکو ته امتيازات ورکوي او دندې د وړتيا پر بنسټ نه ورکول کيږي نو له همدې کبله اداري فساد رامنځته کیږي او د عراق اداره کول يو ناممکنه کار دی.
منتقدين پر عبادي تور پوري کوي چې دی غواړي ټول واک خپل ځان ته واخلي خو دی دغه ادعاوي ردوي.