د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

سږکال به ننګرهار د خپلواکۍ ورځې په ویاړ د ستر جشن کوربه وي


د اسد د میاشتې اته ویشتمه، چې د هېواد د خپلواکۍ ورځې سره برابره ده؛ د ګوتو په شمار ورځې ورته پاتې دي.

په ننګرهار کې دغې تاریخي او له ویاړ څخه ډکې ورځې نمانځنې لپاره لس ورځې وړاندې تیاری شروع شوی او اوس هم د ښار واټونه؛ سړکونه او لویې لارې د افغانستان په بیرغونو او د غازي امان الله خان په انځورونو ښکلې کیږي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندزی وايي؛ په تېرو څو کلونو کې دا ورځ په ډېرو عادي مراسمو نمانځل کېده؛ خو د دې لپاره چې غازي امان الله خان په ننګرهار کې دفن دی؛ سږکال به د هېواد په کچه ستر جشن په دې ولایت کې ترسره کیږي:

"د دې لپاره ټولې امادګيانې نیول شوي دي؛ په دې کې نه یوازې ننګرهار بلکې د د ختیځ زون والیان به په کې برخه اخلي او له مرکز نه به هم میلمانه راځي."

سره له دې چې ولایتي اداره د دې جشن لپاره خپل ترتیبات نيسي؛ د ننګرهار مدني فعالان، ژورنالستان او فرهنګيان هم د دې جشن په ویاړ د ښار د ښکلا په موخه له تېرو لسو ورځو راهیسې کمپاین پيل کړی او شپه ورځ د دې ښار په واټونو؛ سړکونو او لویو لارو ملي بیرغونه؛ د هېواد اتل غازی امان الله خان او د افغان ولسمشر انځورونه ځړوي.

مدني فعال هدایت الله زهیر چې د دې بیرغونو او انځورونو لګښت یې په غاړه اخیستی وايي؛ دا کمپاین به تر اته ویشتم اسد پورې دوام وکړي:

"تاسو ولیدل چې موږ په زرګونو ملي بیرغونه، د غازی امان الله خان او ولسمشر پوسټرې په چوکونو ولګول دا به نور هم لګیږي؛ په دې کې موږ سره ځوانو فرهنګيانو او ژورنالستانو برخه اخیستې."

د ننګرهار والي سلیم خان کندزي هم دغو ځوانانو سره د شپې له خوا په دې کمپاین کې ملګرتیا وکړه او خوښي يې ښکاره کړه چې په ځوانانو کې د وطن دوستۍ روحیه دومره زوروره ده چې په رضاکارانه ډول د دې جشن لپاره ترتیبات نیسي:

"زه ډېر خوښ یم چې زموږ ځوانان د ملي احساس له مخې شپه او ورځ ملي بیرغونه او انځورونه ځړوي".

بلخوا د دې کمپاین غړي وايي، دا د دوی ستر ارمان دی چې د هېواد د خپلواکۍ ورځ په ګرمو ولولو ونمانځل شي؛ ځکه دا ورځ د ټولو افغانانو لپاره ډېر تاریخي ارزښت لري:

"زبیرخاکسار: زما له ټولو هېوادوالو نه غوښتنه ده چې حداقل یو یو بیرغ پر خپلو کورنو، دکانونو او عامه ځایونو کې ولګوئ؛ غازي امان الله خان ډېر څه کړي؛ خو ننګرهار لپاره يې دوه لوی افتخارات پريښي، یو دا چې ده وصیت کړی وو ما په ننګرهار کې ښخ کړئ او بل په ننګرهار کې جرګه جوړه کړې وه چې زرو افغانانو په کې برخه اخیستې وه."

غازي امان الله خان د ١٩١٩ کال د فبروري په ٢٧مه؛ د پلار له وژل کېدو نه وروسته د سلطنت په تخت کښيناست او سم دلاسه يې د افغانستان د بشپړې سياسي خپلواکۍ غوښتونکی شو چې انګريزانو ورسره ونه منله او دا کار د افغان-انګريز د درېيمې جګړې سبب شوه چې تر لنډ جنګ وروسته انګلیسانو د افغانستان آزادي په رسميت وپيژندله.

غازي امان الله خان د ۱۲۹۸ لمريز کال د اسد مياشتې پر ۲۸ نېټه د افغانستان خپلواکي اعلان کړه او له هغې ورځې راهيسې دغه ورځ په هېواد کې د افغانستان د ازادۍ ورځې په نوم نمانځل کیږي.

راپور:ـ شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG