د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۹

په یمن کې له حوثي ملیشو بو بل ولایت هم نیول شوی دی


د یمن د تښتیدلي ولسمشرعبدالربه منصورهادي ملاتړکوونکو د دې هېواد په جنوبي سیموکې پرمختګ جاري ساتلی او یو بل ولایت یې له حوثي ملیشو نیولی دی.

د ولسمشرهادي پلویانو چې د سعودي عربستان په مشرۍ، عربي ائتلافي ځواکونه یې ملاتړکوي ویلي چې حوثي ملیشه یې له [ابین] ولایته ایستلي دي.

د ولسمشرهادي یوه پلوي ویلي چې د ابین ولایت له شیعه حوثي ملیشو چې ایران یې پلوي کوي، پاک شوی دی.

د دوي یوه ویاند پرون خبري رسنیوته وویل چې د ابین ولایت مرکز، زنجبار یې د یک شنبې په ورځ نیولی دی.

د یمن په جنوبي ښارعدن کې یوه طبي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په ابین کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د تښتیدلي ولسمشرله پلویانو ۱۶ تنه وژل شوي دي.

دا کسان ترډیره حده په هغو ماینونو الوتي چې حوثي ملیشو له ابینه د وتلو پرمهال، پر لارو او سرکونو ځای پرځای کړي وو.

سیمه يیزو چارواکو ویلي، د پارلمان د رئیس مرستیال او د کورنیو چارو یو پخوانی وزیر پرون په ابین کې په جګړه کې زخیمان شوي دي.

دې دواړود ابین په عملیاتو کې د مخکني حکومت د پلویانو مشري کوله.

د ولسمشرعبدربه منصورهادي پلویانو چې د سعودي عربستان په مشرۍ، د عربي ائتلاف ځواکونه یې ملاتړ کوي، تیره میاشت د عدن ښارکنټرول خپل کړ.دوي تیره اونۍ د هوته ښار هم ونیو.

د یمن په درېیم سترښار تعیز او د دې هېواد په [اب] ولایت کې هم د نښتو رپوټونه خپاره شوي دي.

خو حوثي ملیشو د یمن پر پلازمینه صنعا چې تیرکال ورننوتل، خپل واک ټینګ ساتلی دي.

د صعده په نوم پراخې غرنۍ سیمې چې د حوثي ملیشو مرکز ګڼل کیږي، لاهم د هغوي په لاس کې دي.

ملګري ملتونه وايي، د مارچ له میاشتې راهیسې، په یمن کې په روانو جګړو کې لږترلږه ۴۰۰۰ تنه وژل شوي دي.

د دې کسانو تر نیمايي زیاته برخه ملکي خلک دي.

د دې سازمان په وینا، د یمن د۲۱میلیونه نفوس په سلو کې اتیا برخه بیړنیو مرستوته اړتیا لري.

د سره صلیب نړېواله کمیټه وايي، په یمن کې د جګړې له امله لږ تر لږه یو میلیون او درې سوه زره یمنیان له خپلو سیمو بې ځايه شوي دي.

XS
SM
MD
LG