د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

سرمست: د موسيقۍ د ودې لپاره مې اراده پخه ده


د افغانستان د موسيقي ملي انستيتيوت مشر ډاکټر ناصر سرمست چې شپږ مياشتې مخکې په يوه حمله کې ټپي شوى و، بېرته افغانستان ته ستون شوى او وايي دغسې حملې يې اراده نه شي کمزورې کولاى، بلکې دى به لا هم افغاني موسيقۍ ته کار کوي.

ښاغلى سرمست چې د ازادۍ راډيو د ١٣٩١ل کال غوره شخصيت ټاکل شوى و، په ډسمبر مياشت کې د فرانسې پر کلتوري مرکز په حمله کې ټپي شوى و.

د تېر لمريز کال د ليندۍ يا قوس په شلمه د کابل د استقلال لېسې په انګړ کې د فرانسې کلتوري مرکز صالون کې ټول د يوې نندارې سيل ته ناست و، چې ځان وژونکى بريد وشو. هغه بريد چې ګڼو سازمانونو او هېوادونو وغانده.

په دې بريد کې د نورو کسانو تر څنګ د افغانستان د موسيقۍ ملي انستيتيوت مشر ډاکټر ناصر سرمست هم ټپي شو. دى وايي د ځانمرګي بريد له ځايه يې يوازې يو څو متره فاصله درلوده او هغه صحنه يې اوس هم په ياد ده.

استاد سرمست وايي هغې خونړۍ حملې يې اراده لا پخه کړې، چې په جګړه ځپلي افغانستان کې به موسيقۍ ته وده ورکوي.

دى چې کورنۍ يې په استراليا کې ژوند کوي وايي، په ٢٠٠٨م کال کې افغانستان ته تللى، خو اوس يې تر پخوا هوډ پوخ دى:

((اوس مې هوډ د ٢٠٠٨م کال په پرتله چې افغانستان ته تللى وم، لا پوخ دى. هغه بريد ما او خلکو ته څرګنده کړه چې د پرمختيا يوه لار د افغان ماشومانو د کلتوري، تعليمي او د موسيقۍ د زده کړې د حق يقيني کول او د افغانانو د نوم ځلول دي.))

٥٣ کلن استاد سرمست په سر او پښو کې ټپي شوى و، چې په اسټراليا کې يې شپږمياشتنۍ درملنه وکړه. دى د خپلو خدمتونو له کبله د ازادۍ راډيو د ١٣٩١لمريز کال غوره شخصيت ټاکل شوى و.

ده د جمعې په ورځ د خپل فېسبوک پر پاڼه ليکلي، چې د استقلال لېسې د کنسرت پر صالون تر بريد وروسته خوشحاله دى، چې يو وار بيا د افغانستان د موسيقۍ ملي انستيتيوت له زده کوونکو سره يوځاى دى.

ښاغلي سرمست ازادۍ راډيو ته وويل چې کابل ته له ستنېدو سره ځان راحت احساسوي:

((کابل ته له ستنېدو وروسته ځان ډېر راحت او ارام احساسوم. يقيناً د شپږو مياشتو مخکې غوندې نه يم. په ذهني او فزيکي لحاظ ستړى کېږم، ځکه لا هم په بشپړه رغېدو ته اړتيا لرم. زما په درملنه کې چاپېريال ډېر مثبت رول لوبولى دى.))

وسله والو طالبانو هغه وخت رسنيو ته په لېږل شوې اعلاميه کې د فرانسې پر کلتوري مرکز د هغه بريد مسووليت منلى و او د استاد سرمست نوم يې هم په کې ذکر کړى و، چې د دې ډلې په باور ځوانان فساد ته هڅوي.

د ډاکټر ناصر سرمست تر مشرۍ لاندې د افغانستان د موسيقۍ ملي انستيتيوت شا و خوا ٢١٠ زده کوونکي د موسيقۍ په زده کړه بوخت دي. نيمايي زده کوونکي يې بې سرپرسته، يتيم ماشومان او يا هم نجونې دي.

XS
SM
MD
LG