د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د مثلث اهنین په نامه عملیاتو کې په دې توانیدلې چې د کابل جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې سیمې له وسله والو طالبانو څخه پاکې کړي.
دغه عملیات شپږ ورځې مخکې پیل شوي وو چې هدف یې د کابل جلال اباد او کابل لوګر لويو لارو کې د امنیت ټینګول ګڼل شوي دي.
د یو سلو یوولسمې (۱۱۱) فرقې سرپرست جنرال لعل جان زهیر ازادي راډیو ته وویل چې په دغو عملیاتو کې يې تردې دمه د وسله والو طالبانو سیمه ییز سرګروپان چې د لویو لارو په ناامنیو کې یې لاس درلود له منځه وړي دي.
زموږ همکارې حمیدې هارون عثمان له ښاغلي زهیر سره مرکه کړې او په سرکې یې د دغو پوځي عملیاتو د جزیاتو په اړه ترې پوښتلې: