د پکتيا يو شمېرسوداګر او موټر چلوونکي وايي چې د ډېورنډ پولي ته څېرمه ډنډې پټان سيمه کې بايد د ګمرک لپاره ودانۍ ولري.
دوی وايي، د ودانۍ د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي، ټول باردار موټر يې د سړک په غاړه ولاړ وي او د بې نظمي له امله تل د ډرېورانو او سيمې اوسېدونکو ترمنځ د خولې خبرې ترجګړو رسيږي.
د پکتيا په ډنډې پټان ولسوالۍ کې ولاړمال لېږدونکي، تجاران او ډرېوران وايي چې د دوی د نظم او کارونو د ښه سمبالښت لپاره بايد په ياده سيمه کې وداني موجوده وي:
((زه لمبات د احمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکی، دلته شرکت لرم کار کوم، ستونزې دا دي چې له موټروان سره په تکليف يو، له نورو سره په تکليف يو، ټوله ليار بنده کړي، موټر په سړک ولاړ وي، تعمير نه لري، ګمرک رسمي نه دی بايد رسمي شي، دلته بايد موټروان، تجار او نور په تکليف نه وي، هېڅ شی نه لرو، په پوخ سړک موټر دروو او دلته په دې کلا کې ګمرک کوو، موږ دا غوښتنې لرو چې دلته بايد تعمير جوړ شي په دې ځمکه کې ډرېورانو ته سهولتونه جوړ شي، سهولت په دې کې راځي چې موټروان له سړکه چپ ولاړ وي او ستونزه ونه لري او کار يې په اسانه خلاص شي.))
((زه حاجي محمد د احمدخېلو ولسوالۍ شوات سيمې اوسېدونکي، دلته بايد تعمير جوړ شي، هوټلونه جوړ شي، دا مشکل صرف دلته دی، په دې ځای کې بايد هرڅه جوړ شي او ټول ډرېوران او خلک له مشکل سره مخ دي.))
((اېمل شواتی، په دې ځای کې نه وداني شته، نه هوټل شته او هېڅ شی نشته، دلته بايد تعمير جوړ شي، هرڅه بايد وي او سړک ته هم توجه وشي، دلته مشکلات زيات دي او بايد هوار شي.))
دوی دا هم وايي چې کله په پټان کې موټر زیات شي، په شخصي ځمکو کې ولاړ موټروانان او بارلرونکي د ځمکوالو سره لاس او ګرېوان کيږي.
دغه خلک غوښتنه کوي چې حکومت دې يې د دې لارې د لومړيتوبونو په سر کې د وادنۍ چارې ونيسي او په ډېرې بېړې سره دې په ياده سيمه کې ودانۍ جوړه کړي.
د پکتيا د ګمرک لوی مدير صديق احمدخېل وايي، دوی له مرکز کابل سره ډېورنډ پولې ته څېرمه د پټان په ولسوالۍ کې د ګمرک د ودانۍ جوړولو خبره مطرح کړې او د دې کار لپاره يې بوديجه هم ځانګړې شوې ده.
د نوموړي په خبره د دغې پروژې د پيل لپاره يې ځمکه سروې کړې او ډېر ژر به يې د کارونو د پيل کولو په موخه هم ګام پورته کړي.
نوموړی دا هم وايي چې د دې پروژې د بشپړولو لپاره ورته وخت پکار دی، خو د اوس لپاره به يې ټول تدارکاتي کارونه خلاص او اعلان ته وسپاري او د پرانيستې چارې به يې پيل کړي.
خلک دا غوښتنې په داسې حال کې کوي چې د ډنډې پټان ولسوالۍ په سړکونو دورځې او شپې پرمهال په سلګونه باردار موټر په غير منظم ډول ولاړ او د چارو د خلاصون انتظار کوي.
راپور-داود تپان- پکتيا