واشینګټن پوسټ
د واشینګټن پوسټ ورځپاڼې په دې برخه کې د ملګرو ملتونو یو تازه راپور ته اشاره کړې ده .
واشینګټن پوسټ د ملګرو ملتونو ددې راپور پر بنسټ لیکي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله همداسې په لوړه اندازه پاتې ده .
د چارشنبې په ورځ ددې خپور شوي راپور پر بنسټ،د روان میلادي کال د جنوري له میاشتې څخه تر جون پورې په افغانستان کې ۱۶۰۰ ولسي وګړي وژل شوي او تر ۳۰۰۰ زیات ټپیان شوې دي .
ورځپاڼه وايي د ولسي مرګ ژوبلې په سلو کې اویا برخه مسولیت د حکومت د مخالفو وسلوالو پر غاړه دی . خو په عین حال کېپه دې شپږو میاشتو کې د ولسي خلکو په هغه مرګ ژوبله کې چېمسولیت یې د حکومت د پلوي ځواکونو پر غاړه دی په سلو کې شپیته زیاتوالی راغلی.
واشینګټن پوسټوايي، دا راپور په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو لهوروستیو خونړيوتهاجمي بریدونو وروسته خپریږي .د ورځپاڼېپه وینا دا مرګونې بریدونه د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې چې ځینې یې د وسلوالو پناه ځایونه دي ترسره شوي .
واشینګټن پوسټ وايي : کندوز،چیرې چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې پراخ تهاجمي بریدونه وکړل تر ټولو په لوړ شمیر د ملکي تلفاتو شاهد وو .
ګارډین
د ګارډین ورځپاڼې هم همدا موضوع څیړلې ده او واييپه افغانستان کې د تیر کالد لومړنیو شپږو میاشتو په مقایسه ددې کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د ښځو د مرګ ژوبلې شمیر په سلو کې درویشت زیات شوی دی .
ورځپاڼه د ملګرو ملتونو د راپور په حواله وايي چې په همدې موده کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې شمیر هم په سلو کې دیارلس زیات شوی دی .
ګارډین وړاندې وايي، د ولسي خلکو دا تلفات په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو محاربوي ماموریت پای ته رسیدلی دی او دا مهال افغان امنیتي ځواکونه په داسې حال کې د طالبانو پر ضد مبارزه کوي چې هوايي ځواک نه لري او نور امکانات یې هم محدود دي .
ورځپاڼه وايي، له همدې کبله د جګړې لمن د استوګنې سیمو ته نژدې شوې ده .
ګارډین په خپله لیکنه کې دا هم لیکي چې په افغانستان کې په جګړه کې ښکیل لوري له غیرې دقیقو وسلو لکه هاوانونو،توغندیو او لاسي بمونو څخه کار اخلي .
ورځپاڼه وړاندې وايي د غیرې دقیقو وسلو د کارولو له کبله د رامنځ ته شوې ملکي تلفاتو په سلو کې نهه پنځوس یې د حکومت ځواکونو له خوا رامنځ ته شوي .
ورځپاڼه وايي، د جون په پنځمه نیټه د افغانستان د ملي اردو ځواکونو په غزني کې هاوانونه وتوغولچې په تصادفي توګه په سیمهکې د واده په مراسمو ولګیدل چې اته ماشومان په کې ووژل شول .