د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۴

افغان ډاکټرانو دوه زېږېدلي سریښ ماشومان سره جلا کړل


که څه هم په افغانستان کې تل د روغتیایي خدماتو په معیار، ټیټ کیفیت او روغتیایي امکاناتو انتقادونه کیږي، خو له دې سره سره افغان ډاکټران وتوانیدل چې دوه نوي زېږېدليسریښ ماشومان سره جلا کړي.

دا ماشومان چې د نس په برخه کې سره نښتي وو؛ په دې وروستیو کې په بدخشان ولایت کې نړۍ ته راغلي او عملیات یې په کابل کې د فرانسې د طبي انسټیټیوت د عمومي جراحي په څانګه کې ترسره شو.

ډاکتر جلیل وردک چې د همدې ماشومانو عملیات یې کړی خبریالانو ته وویل چې د ماشومانو د جلا کېدو عملیات پیچلی او بې ساری و.

((دا ماشومان د ګیډې په برخه کې یو له بل سره خښ وو؛ وروسته له دې چې دا موږ عملیاتو ته چمتو کړل دا مو وموندل چې د وړو کلمو اخرنۍ برخه د غټو کلمو سره بشپړ یو ځای وه؛ هغه څه چې زموږ لپاره ډیر سخت و؛ د وریدي او شریاني رګونو او سیسټم بیلول وو چې یو له بل سره نږدې وو.))

د دوو سره سریښ ماشومانو مور او پلار لومړی فکر کاوه چې پيدا شوي ماشومان هلکان دي او پر دوی یې تابش او رامش نومونه ایښي وو؛ خو له جلا کېدو وروسته معلومه شوه چې نجونې دي او اوس یې نومونه صدیقه او عایشه شول.

د دغو ماشومانو معالج ډاکتر جلیل وردګ وایي چې د ماشومانو روغتایي حالت اوس د ډاډ وړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د سردار محمد داودخان په روغتون کې افغان ډاکټرانو دوه ځوانان چې له موره معلول پیدا شوي وو؛ عملیات کړل او هغوی یې دې ته چمتو کړل چې تګ وکړي.

څه موده وړاندې په فراه کې هم دوه داسې ماشومان نړۍ ته راغلل چې د سر په برخه کې سره سریښ وو.

په همدې حال کې د نوو جلا شوو ماشومانو عایشې او صدیقې پلار له عملیاتو وروسته ازادي راډيو ته وویل فکر یې نه کاوه چې دا ماشومان به ژوندي پاتې شي.

((موږ فکر کاوه چې دا ژوندي نه پاتې کيږي؛ موږ ځکه عملیاتو ته اجازه ورکړه چې دوی یو له بل څخه بیل شي؛ د هغې د ژوندي پاتې کېدو هیله مو نه وه؛ خدای پاک له موږ سره مرسته وکړه او ډاکټران د دې سبب شول چې دوی سره جدا کړي چې اوس ژوندي هم دي.))

عام خلک هم د دې عملیاتو له بریالي کیدو خوښ دي؛ وایي، که افغان ډاکټرانو ته زمینې برابرې شي کولای شي وړتیاوې وښايي.

د دوی په باور که په هیواد کې معیاري روغتیايي خدمات وستایل شي او د روغتونو تجهیز ته پاملرنه وشي تر ډيره به د نورو هیوادونو له تګ څخه افغان وګړي بچ شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG