د افغانستان کرکټ بورد وايي، د کرکټ راتلونکو شل اوریزو نړېوالو سیالیو ته یې د پروګرامونو په جوړولو لاس پورې کړی دی.
د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي؛ باور لري چې د هېواد د کرکټ ټیم به په راتلونکي میلادي کال کې؛ د کرکټ په شل اوریزو نړېوالو سیالیو کې لابریاوې خپلې کړي.
د دې بورډ چارواکو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ د کرکټ شل اوریزې نړېوالې سیالۍ؛ د راتلونکي میلادي کال د مارچ په میاشت کې په هندوستان کې پیلیږي او دوی ورته د تیاریو پروګرامونه ترتیب کړي دي.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایيه رییس شفیق اله ستانکزي وویل:
((د افغانستان کرکټ ټیم اوس په دې سټیج کې نه دی چې د کرکټ له نورو ټیمونو ځان کم وګڼي؛ زموږ ټیم د تیرې میاشتې په شل اوریزو مسابقو کې ښې لاسته راوړنې را په برخه کړې؛ کومې ستونزې چې موجودې وې؛ پر هغو کارروان دی او د حل لپاره یې تدابیر نیول کیږي؛ هیله ده له راتلونکو شل اوریزو سیالیو څخه لا بریاوې خپلې کړي.))
د افغانستان کرکټ ټیم اوسمهال د ایف. ټي. پي یا د کرکټ د راتلونکو شل اوریزو سیالیو په پروګرام کې نهم مقام لري.
پخوا په دې پروګرام کې لس ټیمونه شامل وو؛ خو د هېواد د کرکټ ټیم په تېره میلادي میاشت کې؛ د یولړ بریاوو وروسته وتوانید چې د دې ټورنمنټ دایمي غړی شي.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې؛ په راتلونکي دوه درې میاشتو کې به د افغانستان کرکټ ټیم د زمبابوې له کرکټ ټیم سره؛ د یو تړون له مخې پنځه یوه ورځنۍ او دوه شل اووریزې سیالۍ وکړي.
د کرکټ بورډ اجرایيه ريیس وویل؛ د سریلانکا، پاکستان، هندوستان او انګلستان د کرکټ له بورډونو سره یې خبرې پیل کړي چې په راتلونکې کې د هغوی د کرکټ له ټیمونو سره هم یو لړسیالۍ وکړي.
د کرکټ متخصصین سره له دې چې د افغانستان د کرکټ ټیم بریاوي ستایي؛ خو تاکید کوي چې کرکټ بورډ باید په دوه زره شپاړسم میلادي کال کې؛ د شل اوریزو نړېوالو سیالیو لپاره؛ په ټیم کې داسې ځوان لوبغاړی ځای پرځای کړي چې د کرکټ په شل اوریزې سیالیو کې د لوبېدلو ځانګړی مهارت ولري.
د افغانستان د کرکټ ټیم پخواني کپټان ريیس خان احمدزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
((شل اوریزې، ټسټ او یو ورځنۍ سیالۍ ځانګړي لوبغاړي غواړي؛ هیله ده کرکټ بورډ د راتلونکي کال د شل اوریزو نړېوالو سیالیو لپاره داسې ځوان لوبغاړي انتخاب کړي چې یوازې او یوازې په شل اوریزو سیالو کې مهارت ولري او سرله اوسه ورته د شل اوریزو سیالیو لپاره پروګرامونه ترتیب او ځانګړې تمرینونه یې پيل کړي.))
د افغانستان د کرکټ ټیم تېره میاشت د کرکټ په شل اوریزو نړېوالو سیالیو کې چې په سکاټلنډ کې ترسره شوې؛ څلور سیالۍ ګټلې او دوه یې بایللې دي.
کارپوهان وايي، افغانان د هېواد له کرکت ټیم څخه د بریاو ډیرې تمې لري او هیله ده چې دا ټیم په سیالو کې د خلکو هیلې په پام کې ونیسي.
راپور: خان محمد سیند