د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند وايي چې حکومت د ملېشو جوړولو پالیسي نه لري.
سید ظفرهاشمي د چهارشنبې په ورځ کابل کې خبریالانوته وویل، هرڅوک چې غواړي وسله واخلي، نو افغان ملي ځواکونو سره دې یوځای شي.
په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې یو شمېرپخواني جهادي قومندانان او چارواکي له مخالفینو سره د مبارزې په نوم په خپلو پلویانو وسلې ویشي، خو جمهوري ریاست وایي، ملیشو جوړولو ته اجازه نه ورکوي.
د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني مرستیال ویاند سید ظفرهاشمي د چهارشنبې په ورځ کابل کې خبریالانوته وویل چې حکومت د ملېشو جوړولو پالیسي نه لري:
((افغان حکومت د ملیشو جوړولو پالیسي نه لري موږ ورسره مخالف یو، هرڅوک او هره ډله چې غواړي وسله واخلي، نو له ملي اردو، ملي پولیسو او افغان ځواکونو سره دې یوځای شي، هغه پاکه دنده چې له هېواده دفاع ده له افغان ځواکونو سره په دې برخه کې همکاري او کار وکړي.))
په دې وروستیوکې داسې راپورنه خپاره شول چې ځینو پخوانیو قوماندانانو او یو شمېرحکومتي کړیو هڅې پیل کړې چې په شمالي ولایتونه کې په غیرمسوولو وسله والو وسلې ویشلې دي چې دې کارعام افغانان اندېښمن کړي دي.
په ورته وخت کې د امنیتي چارو یو شمېرکارپوهان د حکومت دا اقدام ستايي او ټینګار کوي چې ملیشې جوړول او غیرمسوولو ته د وسلو توزیع یو خطرناک کار دی.
د امنیتي چارو کارپوه جاوید کوهستاني ازادي راډیو ته وویل، په لنډمهال کې یاد وسله وال د حکومت په ګټه خو په اوږد مهال کې حکومت ته په یوه ستر سرخوږي بدلیږي:
((په اوس مهال کې ملیشه تریوه حده ګټوره تمامیږي، خو په اوږد مهال کې دا کار د افغانستان په زیان تمامیږي، افغانان هیڅکله له ملیشو جوړلو څخه مثبتې او ښې خاطرې نه لري.))
د سیاسي چاروکارپوهان غیرمسوولوکسانوته د وسلو او مهماتو ورکړه او ملیشه جوړه ول یوه ناکامه تجربه بولي او وايي چې په افغانستان کې دې ته ورته تجربه په ۸۰ مه لسیزه کې هم تکرار شوې چې بلاخره د وخت د حاکم نجیب الله حکومت په کې نسکور شو.
کارپوهان افغان حکومت ته سپارښتنه کوي باید افغان ځواکونو دومره پیاوړي کړي چې ملیشه جوړولو ته هیڅ اړتیا پېښه نه شي.
دوی وايي، که حکومت غواړي له غیرمسوولو کسانوڅخه د وسله والو په ضد په جګړه کې استفاده وکړي، باید غیرمسوولو وسله وال په دولتي چوکاټ کې داسې منظم کرای شي چې حکومت ته پوره وفادر او د بېرته منحل کولو صلاحت هم د حکومت په لاس کې وي نه د سیمه ییزو زور واکو په لاس کې.
راپور: رحمت الله افغان