د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۶

د سولې په دوهم پړاو خبرو کې به په ۳موضعګانو بحث وشي


د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د سولې د دویم پړاو خبرو هدف دا دی چې اوربند اعلان شي او د سولې خبرې په یوه پروسه بدلې شي.

له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي مشر او د سولې شورا غړي حاجي دین محمد ازادي راډیو ته وویل چې دغه خبرې به د جمعې په ورځ په پاکستان کې ترسره شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ټینګارکوي چې د سولې مقطع یي خبرې بې ګټې دي او باید دوامداره بڼه غوره کړي.

له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي مشر او د سولې شورا غړی حاجي دین محمد وایي، د سولې په دویم پړاو رسمي خبرو کې هڅه کیږي چې اوربند اعلان شي، د باورفضا رامنځ ته او د سولې خبرې پر یوه پروسه بدلې شي.

ښاغلي دین محمد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د سولې دویم پړاو خبرې به د جولای په ۳۱ په اسلام اباد کې ترسره شي:

((په ټوله کې زموږله خوا د جګړې د بندیدو موضوع ده، د اعتماد فضا رامنځته کول او یوې دوامداره پروسې ته تلل ترڅو د ستونزو لارې ولټوو، دا به زموږله خوا وي او د هغوی له خوا به د بهرنیو ځواکونو موجودیت، تورلست او پر دوی د بندیزونو د لګولو موضوع، دا موضوعات به دوی یادې کړي.))

ښاغلي دین محمد وویل چې د سولې د خبرو په دوهم پړاو کې به بیا هم د طالبانو، حقاني شبکې او کویټې شورا استازي ګډون وکړي.

ده زیاته کړه چې د امریکا او چین استازي به هم د څارونکو په توګه په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

له وسله والو طالبانو سره د سولې لومړی پړاو خبرې د روانې زېږدیزې میاشتې په اوومه نېټه د پاکستان په مري کې وشوې.

افغان حکومت د جګړې د ختمولو لپاره د سولې لومړی پړوا خبرې هیله مندي ګنلي او ویلي یې چې په دغه ناسته کې د دواړو خواوو د غوښتنو د لړلیک په جوړولو او د دوهم پړوا خبرو په جوړولو پرېکړه وشوه.

راپورونه وايي چې د سولې دغه خبرې به په څلورو پړاونو کې وي چې ویل کېږي دریم پړوا به یې په چین او وروستی او څلورم یې په سعودي عربستان کې جوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېرغړي د طالبانوله خوا د اوربند د منلو خبره ترټولو مهمه مساله ګني.

د ولسي جرګې غړي عبدالقادرځاځي ازادي راډیو ته وویل چې د اوربند کول به د افغان حکومت لپاره یوه لویه لاسته راوړنه او په مذاکراتو کې د ګډون کوونکي طالب پلاوي د لوړ صلاحیت او د ډلې په نورو غړو د تسلط ښکارندوی وي:

((که په دې خبروکې طالبان رېښتیا هم له افغان دولت سره اوربند ومني دا دوه تاثیره لري، یوه دا چې د افغانستان په اکثرو سیمو کې جګړه ده دا به یوه لویه لاسته راوړنه وي او دوهم دا چې د طالب استازو زوربه هم معلوم وي چې ایا دوی په هغو طالبانو چې دا اوس په جګړه اخته دي تسلط لري او که نه.))

د سولې دوهم پړاو خبرې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو ترمنځ د نظرد اختلافانو راپورونه هم خپاره شوي دي.

ویسا خبلواکې ورځپانې د (( افغان اسلامي اژانس)) له قوله لیکلي چې په قطرکې د طالبانو د سیاسي دفترمشر سید طیب اغا استعفا کړې ده.

په راپورکې راغلي چې سید طیب اغا ترهغې وروسته استعفا وکړه کله چې طالب مشرانو په قطرکې د خپلو استازو له مشورې پرته په پاکستان کې له افغان حکومت سره خبرې وکړې.

که څه هم د طالب مشرانو ترمنځ د نظراختلاف د دغه ډلې له خوا نه دی منل شوی خو یو شمېرسیاسي څېړونکي وايي، که د طالبانو د ډلې ترمنځ مخالفتونه پیدا شي نو د سولې خبرې به نتیجه ور نه کړي.

د چارو کارپوه شاهزاد مسعود وايي چې د ټولو طالبانو استازي باید د خبرو تر میز راتاو شي، ترهغې پرته به خلک د سولې په روانو خبرو بې باوره شي:

((که پاکستان غواړي چې په دې پروسه کې عملي قدمونه پورته کړی د دولت ټول مخالفین که هغه په هر نوم وي د سولې مذاکراتو ته دې کښینوي او په صداقت سره په دې برخه کې ګامونه پورته کړي او نړېوال ټولنه په ځانګړي ډول امریکا باید تولې ډلې، ټپلې تر یو میز شاته کښینوي او په دې صورت کې به نتیجه هم ورکړي، غیرله دې دوه درې ډلې تپلې که شرکت کوي او نورمخالفت کوي نو د سولې په خبرو به د افغانانو باورهم ختم شي او د پردې ترشا به نورې خبرې هم وي.))

د چارو کارپوهان وايي چې د طالبانو ترمنځ د اختلافونو پیدا کېدل او د مشرۍ پرسر د دوی سیالي روان وضیعت پیچلی کولی او افغان حکومت د سولې د خبرو په برخه له ستونزو سره مخ کولی شي.

د دوی په وینا د طالبانو د ډلې ترمنځ د اختلافونو پیدا کېدل ترډېره د هغو فشارونو ښکارندوي کوي کوم چې په دې وروستیو کې پاکستان پرې راوړي دي.

XS
SM
MD
LG