د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۰

شاهد: که په دویم پړاو کې پر اوربند موافقه ونه شي د سولې خبرې د باور وړ نه دي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي؛ که چېرې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په دوهم دور کې د ژمنې سره سم پر اور بند موافقه ونه شي؛ نو د سولې مذاکرات به د باور وړ نه وي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي؛ د سولې پر مذاکراتو به هغه مهال باور وشي چې د لومړي دور مذاکراتو پر ژمنو عمل وشي.

د دغې شورا ویاند شهزاده شاهد آزادي راډیو ته وویل؛ د سولې خبرو په لومړي پړاو کې پرېکړه شوې وه چې مذاکرات به دوام کوي او پر اعتماد سازۍ به کار کیږي؛ خو د ښاغلي شاهد په خبره که چیرې اوربند چې د اعتماد سازۍ یوه اساسي برخه ده؛ له پامه وغورځول شي، نو دغه خبرې به هغسې چې تمه یې کیږي د اعتماد وړ نه وي:

((په مخکې دور مذاکراتو کې فیصله شوې چې پر اعتماد سازۍ باندې کار کوو. اعتماد سازي په دې راځي چې اوربند وشي؛ بندیان خلاص شي، له تور لست څخه د دوی ایستل او د طالبانو د دفتر د جوړولو مساله ټول په اعتماد سازۍ کې شامل دي.

نو که اوربند ونه شي په مذاکراتو به اعتماد و نه شي او موږ وایو چې دغه مذاکرات هم د دولتونو او هم د ولسونو په سطح د باور وړ وګرځي؛ خو دا کار به هغه مهال وشي چې اوربند وشي.))

د افغانستان د سولې عالي شورا د سولې له مذاکره کوونکو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې دا موضوع جدي وګڼي.

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې لوېدیځو رسنیو د پاکستان د لوړ پوړو حکومتي چارواکو له قوله دا احتمال نه دی رد کړی چې په دې خبرو کې به پر اوربند موافقه وشي.

یوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي اکسپرس ټریبیون ورځپاڼي ته ویلي چې په شاوخوا یوې میاشتې کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو په دوهم دور کې په ښکاره لېدل کیږي چې پرمختګ شته.

د دغو مذاکراتو په لومړي دور کې چې د جولای پر ۷مه نېټه د پاکستان په مري تفریحي ښارګوټي کې وشوې؛ افغان حکومت له طالبانو غوښتي چې اوربند اعلان کړي.

د سولې خبرو په لومړي دور کې دواړه لوري په دې سلا شوي چې په دویم دور کې به د خپلو غوښتنو وروستی لست یو بل ته سپاري.

یو شمېر دیني عالمان، د مدني ټولنو استازي او نورې مخورې څیرې په داسې حال کې چې د دغو پرمختګونو هرکلی کوي؛ وايي، دواړه لوري باید دا فرصت له لاسه ورنه کړي او له افغان حکومت څخه غواړي چې داسې شرایط وړاندې نه کړي چې د سولې روانې خبرې اغیزمنې کړي.

یوه بله موضوع چې لا هم دقیق ځواب نه دی ورکړل شوی؛ د سولې د مذاکراتو ځای دی.

که څه هم پاکستان او چین دواړو چمتو والی ښودلی چې د دغو خبرو کوربه توب وکړي؛ خو د افغانستان د سولې عالي شورا یو ځل بیا تکرار کړه چې ښه به دا وای چې دغه خبرې په افغانستان کې شوې وای.

په همدې حال کې پاکستاني چارواکي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند موافقې په برخه کې د پاکستان د رول په اړه وايي چې هېواد یې د دې بهیر په سرته رسولو کې مرسته کړې او کوي یې؛ خو د نورو جزییاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د سولې مذاکره کوونکو په اړه هم ویل کیږي چې که چېرې د وسله والو طالبانو لوړ پوړي مشران په خبرو کې برخه واخلي؛ ښایي د افغان حکومت په استازیتوب د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د پلاوي مشري وکړي او هم به د پاکستان، چین او امریکا متحده ایالاتو لوړ پوړي چارواکي ګډون په کې وکړي.

XS
SM
MD
LG