په افغانستان کې یو شمېر مالیه ورکوونکي په دولت انتقاد کوي او وایي چې د ورکړل شوې مالیې په وړاندې یې لازم خدمات نه دي ترلاسه کړي.
په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت په وار - وار سره ویلي چې پر عوایدو د مالیې په اخیستو کې ستونزې لري او باید خلک په ټاکلي وخت خپلې مالیې حکومت ته وسپاري؛ خو خلک وايي چې د ورکړل شوې مالیې پر وړاندې ورته حکومت هېڅ ډول خدمتونه نه دې تر سره کړي.
دوی ټینګار کوي چې حکومت د مالیاتو د لګولو لپاره ځانګړی پلان نه لري.
د یوې خصوصي موسسې کارکوونکی محمد شفیق او دوکاندار محمد حسین وایي؛ حکومت ته لوړه مالیه ورکوي، خو پر وړاندې یې د حکومت له لورې د مالیاتو د لګولو له پلان څخه خبر نه دي:
((۱- زموږ د معاش لس فیصده یې دولت ته مالیه ورکول کیږي؛ دولت مشخص پلان نه لري، څوک نه وایي دغه مالیه چې تاسو یې ورکوئ لس فیصده یا پنځه فیصده یې موږ دغه کار په وکړ.
۲- زما نوم محمد حسین کټوازی دی. زه په کال کې څلویښت زره له خپل دوکان څخه دولت ته مالیه ورکوم؛ باور په خدای وکړه چې تراوسه مې څه خوشبیني نه ده لیدلې او نه هم دولت څه کار راته کړی دی.))
په افغانستان کې حکومت پر خلکو، موسسو او ادارو د مالیاتو د قانون له مخې مالیه وضع کړې ده.
د افغانستان د مالیې وزارت هرکال په درېیو ګټګوریو کې له کوچنيو، منځنیو او لویو مالیه ورکوونکو څخه مالیه اخلي.
یو شمېر اقتصادي کارپوهان وایي؛ په نوره نړۍ کې خلک په خپله خوښه او په منظمه توګه دولت ته مالیه ورکوي؛ خو له بده مرغه په افغانستان کې له یوې خوا د مالیاتو د ورکړې سیسټم ابتدایي دی او ادعا کوي چې له بل لورې د مالیې د راټلولو حکومتي کارکوونکي په فساد کې ښکیل دي.
دوی وایي، د مالیې اخیستونکي مامورین هغه کسانو ته چې په سمه توګه مالیات ورکوي ستونزي جوړوي.
د پوهنتون استاد سید قیاس سعیدي په دې اړه ازادي راډیوته وویل:
((دلته د مالیې راټولونکو فرهنګ داسې دی چې خلک اړباسي او ورته لارې ښیي؛ وایي، دومړه پيسې موږ ته راکړئ ستاسو مالیه به درکمه کړو؛ د مالیې مامورین لکه د غلو په څېر په مارکیټونو ګرځي دوکانونو کې ناست وي؛ خیاط سره دوی ناست وي، مستري سره دوی ناست وي، ټوله ورځ دوی دي او معاملې دي.))
مالیه یوه جبري تادیه ده چې حکومت یې له خلکو څخه اخلي او په مقابل کې یې د امنیت، روغتیا، پوهني، کار موندني او نورو برخو کې خدمات وړاندې کوي.
په افغانستان کې د معاش د قانون پر اساس تر پنځو زرو افغانیو پورې مالیه نشته له دوولس نیم زره افغانیو څخه دوه فیصده له دوولس نیم زره څخه تر یولک افغانیو پورې لس فیصده او له یولک افغانیو څخه د پورته معاش نه شل فیصده مالیه وضع کیږي.
بل خوا د مالیې وزارت وايي چې تېرکال یې له ۴۳ زره اصنافو او ۷ زره کوچنیو شرکتونو، ۱۵ زره منځنیو مالیه ورکوونکو او ۴۵۰ لویو مالیه ورکوونکو څخه دیارلس عشاریه درې میلیارد افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
د ا فغانستان د امنیت شورا فرهنګي سلاکار استاد نجیب منلی بیا وایي؛ حکومت له خلکو کمه مالیه اخلي او پر وړاندې يې خلکو ته ډېر خدمات وړاندې کوي.
((هغه خدمتونه چې حکومت ټولنې ته وړاندي کوي؛ عمدتاً د امنیت خدمت دی، پولیس دی، اردو ده، د صحت، عدالت او معارف په برخه کي خدمت دی؛ په افغانستان کې موږ مالیه کمه ورکوو؛ مګر خدمات زیات ترلاسه کوو؛ یعنې موږ د یوې افغانۍ په مقابل یې د لسو افغانیو په اندازه خدمات ترلاسه کوو.))
د چارو کارپوهان وایي، په افغانستان کې د مالیې منظم نظام او څیړنې نشته؛ نو په ګمرکونو او دولتي ادارو کې د پراخ فساد له امله ډېر عواید شخصي جیبونو ته ځي او دولت له دغه پیسو څخه بې برخې پاتې کیږي چې باید له دغو کسانو سره قانوني چلند وشي.