د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

د لوړو زده کړو وزارت بهر ته د زده کړو لپاره د محصلینو د لېږلو ته بودجه نه لري


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي چې سږ کال د بودجې د نشتون له وجې نشي کولای چې د دولتي بورسونو له لارې محصلین بهر ته ولیږي.

ترکیه، هند او مالزیا هغه هېوادونه دي چې هرکال سلګونه افغان محصلین په وړیا دولتي بورسونو د زده کړو لپاره ورتلل؛ خو د لوړو زده کړو وزارت وایي؛ سږ کال یې دې بورسونو ته بودجه نه ده پيدا کړې.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند صفي الله جلالزي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل؛ د مالیې وزارت د بودجې د کمښت له امله دوی ته پیسې ځانګړې نه کړې؛ څو افغان محصلین بهر ته ولیږي:

((کومه بودجه چې ټاکل شوې وه؛ له مالیې وزارت څخه ترلاسه شي او بورسونو ته ځانګړې شي؛ په خوشینۍ سره چې دا بودجه نه ده ځانګړې شوې؛ اوس په ۱۳۹۴ کال کې موږ د دولتي بورس په نوم د ماليې وزارت د بودجې د کسر له وجې موږ ونشو کولای چې دا پروګرام تنظیم کړو؛ په راتلونکي کې هڅه کوو چې دا ستونزه حل کړو.))

نوموړي وویل چې په تېرو کلونو کې د دغو بورسونو له لارې په ډېر شمېر محصلین د لوړو زده کړو وزارت له خوا د لسانس ماسټرۍ او ډکټورا لپاره لیږل شوي دي.

خو افغان محصلین له حکومته غواړي چې د محصلینو د بورسونو لپاره بودجه ځانګړې کړې او ټينګار کوي چې په دې برخه کې پرتې ستونزې هم هواري کړي.

دوی وایي، کله چې بودجه وه بیا هم هغه محصلین بهر ته لیږل کېدل چې په وزارت کې اړیکې درلودې.

یو شمېر محصلینو له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل:

((۱- کله چې بودجه وه بیا هم موږ ونه توانېدو چې له دې بوروسونو ګټه واخلو ځکه د بورسونو له لارې ټول هغه محصلین تلل چې اړیکې درلودې.

۲- له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره د محصلینو د بورسونو برخې ته د بودجې ستونزه حل کړي ترڅو محصلین په وړیا ډول خپلې زده کړې په بهر کې ترسره کړي.))

خو د مالیې وزارت وایي، د لوړو زده کړو له وزارت څخه غوښتي چې بهر ته د محصلینو د لیږلو مساله باید تحلیل او د یوې طرحې له لارې دوی ته وړاندې کړي.

د دې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی وایي؛ که چېرې د لوړو زده کړو وزارت د حکومت قناعت ترلاسه کړي؛ په هغه صورت کې به په دې اړه د حل لارې چارې ولټوي:

((د مالیې وزارت له لوړو زده کړو وزارت څخه غوښتي ترڅو یاده مساله په یوه جامع طرحه کې راواخلي او ګټې وڅيړې؛ افغان حکومت ته قناعت ورکړي چې د محصلینو لیږل د یادو شرایطو په اساس زموږ لپاره ګټور تمامیږي؛ که چېرې حکومت ومنله نو د ماليې وزارت په هغه صورت کې کولای شي چې د دې ستونزې حل پیدا کړي.))

خو ښاغلي عبدالرحیمزي وويل، هغه محصلین چې اوس مهال په دغو هېوادونو کې په زده کړو بوخت دي ورته تقریباً پنځه لس میلیونه امریکايې ډالره لري او د هغوی په برخه کې هېڅ ډول ستونزه نشته.

دا مهال د نړۍ په څلویښتو هېوادونو کې افغان محصلین په زده کړو بوخت دي چې ډېره برخه یې په هند کې ده.

خو دا چې افغان حکومت به وتوانیږي چې په راتلونکي کې نور محصلین هم د زده کړې لپاره ولیږي دا به وروسته روښانه شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG