د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۸

اسمعیلووا: د اذربایجان ولسمشر له ما سره شخصي دښمني لري


اذربایجانۍ خبریالې خدیجه اسمعیلووا پرون د باکو په محکمه کې پر ځان د اختلاس؛ د مالیې نه ورکولو او له صلاحیته د ناوړه استفادې تورونه رد کړل.

اسمعیلووا وویل چې پر دا تورونه سیاسي انګیزه لري او پر خپله بې ګناهۍ يې ټینګار وکړ.

خدیجې اسمعیلووا په اذربایجان کې د اداري فساد په اړه څيړنیز رپوټونه جوړول او د ازادي راډيو له اذري څانګې سره یې همکاري درلوده.

دې پرون د باکو ښاري محکمې ته وویل چې د اذربایجان ولسمشر الهام علییف د شخصي دښمنۍ پر اساس نیولې او د دې ژورنالیستیکې هڅو ته خنډ پېښول غواړي.

خدیجه اسماعیلووا به دوې اونۍ وروسته؛ د اګست په اوومه بیا محکمې ته حاضریږي.

د دې مدافع وکیل فارض نظام علي پرون (جمعه) په محکمه کې غوښتنه وکړه چې د خدیجې پر ضد جوړه شوې دوسیه بنده شي؛ د بند سزا یې باید په کور کې په نظربندۍ بدله شي او د عیني شاهدانو له لسته د یو شمېر نومونه وایستل شي.

خو دا غوښتنې یې یوه هم ونه منل شوه:

((د محاکمې جریان ازاد و، خو خبریالانو ته په دې دلیل چې د محکمې په خونه کې ځای نه شته؛ د ورتګ اجازه نه وه ورکړل شوې.))

فارض له محکمې غوښتنه کړې وه چې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو له لوري یوه مدافع وکیل ته د محاکمې په جریان کې د برخې اخیستو اجازه ورکړي؛ خو دا غوښتنه یې هم نه ده منل شوې.

د محکمې د ودانۍ شاوخوا پرون د خدیجې اسمعیلووا پلویانو اعتراضي لاریون وکړ او د هغې په ملاتړ یې شعارونه ورکړل.

د امریکا د سنا ۱۶ غړو څو ورځې وړاندې د اذربایجان ولسمشر الهام علییف ته لیک واستاوو او په دې هېواد کې یې د بشري حقونو پر مدافعانو او مدني ټولنې د سیسټماتیک بندیز له امله اندېښنه څرګنده کړه.

امریکايي سناتورانو پر ولسمشر الهام علییف ږغ وکړ چې له زغمه کار واخلي او خدیجه اسمعیلووا خوشې کړي.

د ازادې اروپا / ازادي راډیو مشر نیناد پېچ د خدیجې اسمعیلووا زنداني کېدل؛ په وروستیو ۲ کلونو کې د هغو خبریالانو د غلي کولو هڅه بللې چې د اذربایجان په حکومت کې د اداري فساد په اړه رپوټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG