د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۰

نړېوال جام سیالیو ته د افغان لوبډلې لارموندنه له تود هرکلي سره مخ شو


د کابل اکثره ښاریانو په دوه زره شپاړسم میلادي کال کې، د شل اوریزو سیالیو نړېوال جام ته، د افغان کرکټ ټیم د لارموندنې تود هرکلی وکړ.

افغان کرکټ ټیم د پنجشنبې په ورځ په یوې شل اوریزې سیالۍ کې، د پاپو نیوګینې د کرکټ ټیم ته ماته ورکړه او وتوانید چې په راروان کال کې د کرکټ په شل اوریزو سیالیو کې ګډون وکړي.

د دې سیالۍ له ګټلو سره سم ګڼ شمېر کابل ښاریان واټونو ته راووتل او په پوره جذبو سره یې د دغه بري هرکلی وکړ.

کابل ښاریانو په دوه زره شپاړسم میلادي کال کې د کرکټ شل اوریزو نړېوالو سیالو ته، د افغان کریکټ ټیم د لارموندنې تود هرکلی وکړ.

دوې ډلې- ډلې د پنجشنبې په ورځ د کابل ښار واټونوته راوتلي او په تودو احساساتو یې د هېواد د کریکټ ټیم بری وستایه. یو تن سنګین ازادي رادیو ته وویل:

((موږډیر خوشحاله یو چې زموږ ټیم بریالی شو او په شل اوریزو نړېوالو سیالیو کې يې د ګډون جوګه شو، پرون خفه و، نن بیا خوشحاله شو، همدا کریکټ دی چې موږته خوښي او سوله راوړي.))

د افغانستان کریکټ ټیم د پنجشنبې په ورځ په یوې مهمې سیالۍ کې د پاپو نیو ګینې د کریکټ ټیم ته ماته ورکړه.

د لوبې په سر کې د پاپونیو ګینې د کریکټ ټیم پچه وګټله او توپ وهنه يې وکړه.

دې ټیم د خپلو شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره، په شلو اورونو کې افغان کریکټ ټیم ته، یو سلو اته ویشت منډې هدف کېښود.

افغان کریکټ تیم وتوانید چې په نولسم اور کې، ټاکلی هدف پوره کړي او په همدې توګه د دوه زره شپاړسم میلادي کال، شل اوریزو نړېوالو سیالیو ته لاره ومومي.

افغان کریکټ ټیم په دې سیالیو کې څلور ګټلي، خو دوه سیالۍ یې د باران له امله لغوه او دوه یې بایللې دي.

په عین وخت کې یو شمېر کابل ښاریان هیله ښيي چې افغان کریکټ ټیم به راتلونکې هم سیالۍ وګټي.د هوتک په نامه یوه تن ازادي رادیو ته وویل:

((نن ډیرخوښ یم او افتخار کوم چې زموږ ټیم بری وموند، موږ د کریکټ له لوبغاړو هیله کوو چې په راتلونکو سیالیو کې له دې هم زیات زیار وباسي او د هېواد نوم او نښان تازه وساتي.))

افغان کریکټ ټیم پخوا تردې په درې شل اوریزو نړېوالو سیالیو او یوې پنځوس اوریزې نړېوالې سیالۍ کې برخه اخیستې وه.

د شل اوریزو نړېواله سیالۍ د دوه زره شپاړسم میلادي کال، د مارچ په میاشت کې په هند کې ترسره کېږي چې د افغانستان په ګډون به په کې د کریکټ شپاړس ټیمونه برخه ولري.

د دې سیالیو مهالویش به د کریکټ نړېواله شورا وټاکي چې افغانستان به په کې له کومو ټیمونو سره مخامخ کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG