د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

"د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون دې په خپلو چارو کې بې پری اوسي"


د افغانستان د انتخاباتو د څارموسسه او د خط نو سازمان په ګډه سره د انتخاباتي اصلاحاتو له کمیسیونه غواړي چې خپلې چارې په پوره بې طرفۍ پر مخ بوزي.

د دې ارګانونو مسوولینو د پنجشنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل، که یاد کمیسیون بې پرې نه وي، د راتلونکو انتخاباتو شفافیت به زیانمن شي.

د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د کار له پیلیدو سره سم، مدني ټولنې هیلې څرګندوي چې دا کمیسیون دې په خپلو چارو کې بې پرې توب ته جدي پام وکړي.

د مدني ټولنو د هیلو د څرګندولو په لړ کې د پنجشنې په ورځ د انتخاباتو د څار د موسسې او د خط نو د سازمان مسوولینو په یوې ګډې خبري ناسته کې وویل، سره له دې چې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون غړي، د خلکو او مدني ټولنې په خوښه نه، بلکې د جمهور رييس او اجراییه ريیس له خوا ټاکل شوي، خو اوس پکار ده چې یاد کمیسیون خپلې چارې، د مدني ټولنې په مشوره پرمخ بوزي.

د خط نو د سازمان مشر فهیم صدیقي وویل، اندیښنه دا ده چې دا کمیسیون به تر کومه مسلکي او بې پرې چلند کوي:

((کومه اندیښنه چې موجوده ده هغه دا ده چې دوې د افغانستان خلکو ته څومره تضمین ورکولای شي چې دوې هغو خواو ته نه ورځي چې دوې یې په دې کمیسیون کې ځای پرځای کړي دي او څومره د انتخاباتو پرماهیت فکر کولای شي.))

د افغانستان د انتخاباتو د څار موسسې مسوولینو وویل، حکومت د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د غړیو په ټاکلو کې له مدني ټولنې سره مشوره نه ده کړې او د جمهور ريیس او اجراییه رييس د انتخاباتي ټیمونوغړي په کې شامل شوي دي خو د کمیسیون دنده ده چې د انتخاباتي ارګانونو تیر فعالیتونه له هر ډول تعصب او سیاسي انګیرنو پرته، په دقت سره وارزوي او د اصلاح لپاره یې یوه طرحه حکومت ته وړاندې کړي.

د انتخاباتو د څار د موسسې استازي شاه محمود مل وویل، که چېرې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون بیا هم د دواړو انتخاباتي ټیمونو د مشرانوپه ګټه کار وکړي، د راتلونکو انتخاباتو شفافیت به زیانمن شي.ده وویل:

((له ټولو مهمه دا ده چې دوې دا پروسه د هغو ارګانونو په مشوره ارزیابي کړي چې په تیرو انتخاباتو کې ښکېل وو.

خو که هدف دا وي چې له ارزیابۍ پرته یوازې یوه طرحه ورکړي او سیاسي ملحوظات په کې شامل کړي، د راتلونکو شفافو انتخاباتو له حقیقي لارې به بې لارې شو.))

د افغانستان د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون د چهارشنبې په ورځ د اجراییه ريیس په سپارښتنه په رسمي توګه خپل کار پیل کړ.

د دې کمیسیون ریيس شاه سلطان عاکفي ژمنه وکړه چې د کمیسیون چارې به په پوره بې پرېتوب پرمخ بوزي.

که څه هم حکومت او د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون ژمنه کوي چې په کارونو کې به شفافیت په پام کې نیسي، خو د انتخاباتو د پروسې ځیني نور څارونکي ارګانونه او یو شمېرسیاسي ګوندونه لاهم، د دې کمیسیون په بې پریتوب شک کوي.

د انتخاباتي اصلاحاتو د کمسیون د کار موده درې میاشتې په پام کې نیول شوې ده، خو دا چې دا کمیسیون به په خپلو ارزونو کې ترکومه شفافیت په پام کې نیسي، دا به وروسته معلومه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG