د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

د امریکا د کانګرس یو شمېر وکېلان له ایران سره پر اټمي معاملې شک لري


د امریکا د کانګرس هغه شمېر وکېلان چې له ایران سره د نړۍ د شپږو طاقتونو په معاملې شک لري، وایي چې د جمهور رئیس اوباما پرجګ پوړو چارواکو به فشار واچوي چې د معاملې په اړه خلکو او د سنا استماعیه غونډې ته نور معلومات ورکړي.

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیرجان کري، د خزانې وزیر جک لیو او د انرژۍ وزیر ارنیست مونیز د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې پر وړاندې څرګندونې وکړې او دا به د جولای له ۱۴ م نیټې راهیسي چې د ایران او د نړۍ د شپږو طاقتونو ترمنځ معالمه لاسلیک شوي، لومړی ځل وې چې دا جګ پوړي چارواکي د سنا استماعیه کمیټې ته حاضریږي.

دې کسانو د چهارشنبې په ورځ د تړلو دروازو ترشا د سنا او استازو د مجلس ټولو غړیو ته لنډ معلومات ورکړل او د جمهور رئیس اوباما د ادارې نورو جګ پوړو چارواکو په شخصي ډول د کانګرس وکېلانو ته د ټیلیفونونو او غونډو له لارې معلومات ورکړل.

د امریکا د کانګرس وکېلان وایي، د نورو مسالو ترڅنګ دوي له ایران څخه د بندیزونو د لرې کولو د وخت، د سرغړونې په صورت کې د دې بندیزونو د بیرته جاري کېدو، د ایران په اټمي ساحو کې د پلټنې او دا چې څومره پیسي به ایران ته لاړې شي، معلومات غواړي.

د امریکا په سنا کې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشرد جمهوریت غوښتونکې ګوند غړی باب کوکر وایي، له ایران سره د اټمي معاملې په اړه شک لري، خو منتظر دي چې د مسالې په اړه نورمعلومات ترلاسه کړي او وروسته به بیا د رد یا تائید په اړه رایي ورکړي.

د هغې لایحې له مخې چې جمهور رئیس بارک اوباما د روان کال مې میاشت کې لاسلیک کړه، کانګرس د سپتمبر میاشتې تر ۱۷ مې پورې وخت لري چې له ایران سره د نړۍ د شپږو طاقتونو معامله تصویب یا رد کړي.

په داسې حال کې چې زیات شمېرجمهوریت غوښتونکې د دې معاملې مخالفت کوي، جمهور رئیس بارک اوباما ضرورت لري چې د خپل ډموکراټ ګوند زیات شمېر وکېلانو ته قناعت ورکړي چې ملاتړ یي وکړي.

په عین حال کې د چهارشنبې په ماښام په زرګونو امریکایانو د نیویارک ښارپه ټایمز میدان کې اعتراض وکړ او له کانګرس نه یې وغوښتل چې له ایران سره شوې معامله دې رد کړي.

په دې اعتراضیه غونډه کې پیژندل شوي یهود وکېل ایلن دیرشوویتڅ وویل، د یوه لیبرال ډموکرات په صفت د دې معاملې مخالفت کوي.

ده وویل، په دې کار سره ډموکراسي له پامه غورځول شوې او دا ځکه چې جمهور رئیس بارک اوباما په مذاکرو کې د کانګرس غوښتنې او نظریات په نظر کې نه دي نیولي.

جمهوریت غوښتونکې وکېل بیل ګراهام په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرجان کري سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل:

((د بهرنیو چارو وزیرجان کري فکرکوي چې په ایران کې منځ لارې بنسټ پالې شته او موږ منځ لاري غښتلې کوو. زما په فکر دا د ایران په اړه بیخي سو تفاهم دی.))

که چېرې کانګرس دا معامله رد کړي او جمهور رئیس اوباما یې ویټو کړي، په هغه صورت کې به جمهور رئیس ونشی کړای چې پر ایران باندې د امریکا له خوا د لګول شویو بندیزونو زیاته برخه لري کړي او په دې توګه ممکن د ایران او شپږو طاقتونو ترمنځ اټمي معامله زیانمنه شي.

XS
SM
MD
LG