د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

یوناما او د امریکا سفارت په فاریاب کې انتحاري حمله په شدت وغندله


په افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازي دفتر [یوناما] په فاریاب کې پرونۍ حمله وحشیانه او بشريت ته له درناوي لرې بللې ده.

د یوناما مشرنیکولاس هیسوم په هغه خبرپاڼه کې چې پرون [چهارشنبه] خپره شوې، ویلي چې په المار ولسوالۍ کې، پر ملکي خلکو حمله څرګندوي چې وسله وال د انسانانو ژوند ته هیڅ ډول درناوی نه لري.

نیکولاس هیسوم یو واربیا په افغانستان کې د داسې وسلو په کارولو د بندیز ږغ کړی چې د ملکي او پوځي اهدافو ترمنځ توپيرنه کوي او ملکي خلک ورباندې وژل کېږي.

د فاریاب د المار ولسوالۍ په مرکزکې پرون په انتحاري حمله کې لږ تر لږه۱۹ تنه وژل شوي او۴۰ تنه زخمیان دي.

د فاریاب والي عبدالستار بارز ویلي چې حمله د ولسوالۍ په بازارکې وشوه چې کوچنیان، ښځې او د ملي اردو یو عسکر په کې وژلې شوې دي.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ مرستیال بریالي بشریار ویلي چې د انتحاري حملې هدف په سیمه کې امنیتي ساتونکي وو خو ګڼ شمېرملکي کسان یې قرباني شول.

د بلخ د 209 شاهین قول اردو ویاند محمد رضا رضایي پرون د دې پيښې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

((سره له دې چې ترانتحاري حملې څو شیبې مخکې، د ملي اردو یو قطار په سیمه کې تیرشو خو د حملې قربانیان ملکي خلک دي.))

د ازادي راډيو خبریال وايي چې د تلفاتو شمېرښايي لوړ وي ځکه روغتیايي کارکونکو ویلي چې زیاتو خلکو تر چاودنې وروسته خپل وژل شوي دوستان، پرته له دې چې په روغتونونو کې ثبت کړي، کورونو ته وړي وو.

په کابل کې د امریکا سفارت هم دا حمله په شدت غندلې ده.

د سفارت په خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوې، ویل شوي دي چې پرملکي خلکو داسې حملې د خلکو د ژوند او ازادۍ پر حق تیری ګڼي.

د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د فاریاب له خلکوسره په دې غمجنه پيښه کې ځان شریک ګڼي.

د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني دا حمله د افغانانو د دښمانانو کار بللې ده.د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ښاغلي اشرف غني ویلي:

((د اسلام او انسانیت دښمنانو یو وار بیا خپله بدرنګه څيره او د افغانستان له ولسي خلکو سره خپله دښمني څرګنده کړه.))

په فاریاب کې د پرونۍ حملې مسولیت تراوسه چا نه دی اخیستې.

دا حمله په داسې حال کې شوې چې رپوټونه وايي چې د افغانستان حکومت د طالبانو له استازو سره د بیا کتنې لپاره په تیاري لګیا دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا پرون هیله څرګنده کړې چې دا واربه په خبرو کې د طالبانو له استازو سره د اوربند په اړه هم بحث شوي.

XS
SM
MD
LG