د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

ګیلاني: د انتخاباتي نظام د اصلاح کمیسیون جوړول، سیاسې لوبه ده


د افغانستان د جمهوري ریاست یو شمېرپخواني کاندیدان د انتخاباتي نظام د اصلاح کمیسیون جوړول یوه سیاسې لوبه ګڼي.

دوي ټينګارکوي چې په دې کمیسیون کې په حکومتي مشرانو پورې د تړلو کسانو شتون ډیموکراسي تر پوښتنې لاندې راوستې او نباید په راتلونکو انتخاباتو کې د شفافیت د تامینیدو تمه وشي.

له مودو انتظار وروسته بلاخره د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون غړي وټاکل شول، خو هغه څه چې د اندېښنې وړ بلل کیږي هغه په دې کمیسیون کې ولسمشر او اجراییه رییس ته د نژدې کسانو ټاکل دي.

د جمهوري ریاست پخوانی کاندید سید اسحاق ګیلاني وایي چې د دغو کسانوپه حضورسره به د راتلونکو انتخاباتو شفافیت ترپوښتنې لاندې راشي.

نوموړی د انتخاباتي اصلاح په کمیسیون کې حکومت ته د نژدې کسانو ګمارل د ملت په حق کې جفا ګڼي او په ټينګار سره وایې چې که چېرې دا ډول وضیعت وي نو په راتلونکو انتخاباتو کې به ځان کاندید نه کړي:

((هغه کسان چې په دې کمیسیون کې ګمارل شوي دي په هیڅ صورت ورته بې طرف کسان نشو ویلای، که چېرې زه بیا هم په راتلونکو انتخاباتو کې د جمهوري ریاست نوماند اوسم، نو د انتخاباتو له شفافیته به ډاډه نه یم، ځکه چې دا کمیسیون د دوو رهبرانو له خوا جوړ شوی یو مختلط کمیسیون دی.))

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني تیره اونۍ د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون رییس او د دغه کمیسیون دیارلس نور غړي وټاکل.

د دغه کمیسیون لپاره شاه سلطان عاکفي د رییس، صدیق الله توحیدي مرستیال او کاوون کاکړ، محمدعلي امیري، عبدالقدیرکریاب، بشیرفاروق، اسدالله سعادتي، فیض الله ذکي، صالح محمد ریګستاني، شاه محمود میاخیل، صبرینا ثاقب، ډاکټرعالمه، عبدالمجید غني زاده او تادامیچي یاماموتو د غړیو په توګه ټاکل شوي دي.

په عین حال کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون هیله څرګندوي چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون مسلکي عمل وکړي.د دې کمیسیون ویاند نادرمحسیني په دې اړه وایي:

((د انتخاباتي اصلاح د کمیسیون دنده ده چې د سیستم او انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره لازم وړاندیزونه ولري، ترڅو موږ وکولای شو چې په راتلونکي کې بهتر او شفاف انتخابات ولرو.))

نږدې یوه میاشت مخکې ملګروملتونو د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره یوه طرحه افغان حکومت ته وسپارله او ټینګار یې وکړ چې په انتخاباتو کې د درغلیو عاملان باید مجازات شي.

خو که دا طرحه له دې امله چې ګڼې دا کمیسیون خپلواکه نه دی عملي نه شي، نو ملګري ملتونه به ترکومه حده د دې کمیسیون د کارونو دوام سره موافق وي؟

په دې اړه مو وغوښتل چې په کابل کې د یوناما یا د ملګرو ملتونو د دفترنظر واخلو خو هغوې پدې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

خو د یکشنبې په ورځ د ملګروملتونو ویاند له ازادي راډيو سره په خبرو کې په انتخاباتي نظام کې په بنیادي اصلاحاتو ټینګار کړی.

له دې ټولو سره د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وایي چې د انتخاباتي اصلاحاتو په کمیسیون کې حکومت ته د نږدې کسانو ګمارل په انتخاباتو کې د مداخلې معنی نه لري:

((د هیچ چا هیڅ ډول شخصي او سیاسي غوښتنې په دې کارکې ځای نه لري، د دوې کار یوازې او یوازې د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره دی.))

یو شمېرڅارونکي بنسټونه بیا خبرداری ورکوي چې که چېرې ملګري ملتونه د دې کمیسیون کارونه جدي ونه څاري، راتلونکي انتخابات به بیا هم له تقلبه ډک وي او دا به د خلکو باورته نورهم زیان ورسوي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG