ملګروملتونو د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د جوړیدو هرکلی وکړ.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی نیکولاس هیسم په یوه بیان کې چې یوناما نن خپور کړی، د دغه کمیسیون جوړیدل یوه مهم ګام بللی او ویلي یې دي چې موږ د باوري هر اړخیزو او شفافو انتخاباتي اصلاحاتو پروسې ته سترګې په لاره یو.
یوناما له افغان چارواکو غوښتي دي چې د راتلونکې ولسي جرګې او نورو انتخاباتو د زماني جدول لپاره لازمې پریکړې وکړي.
د ملګروملتونو د مطبوعاتي دفتر مشر ډومینیک میډلي ازادي راډیوته وویل:
((انتخاباتي اصلاحات پر ډموکراتیکې پروسې د افغانانو د باورد اعادې لپاره مهم دي چې دا به د سیاسي ثبات د لا ټینګیښت سبب شي.))
یوناما دغه رازد دغه کمیسیون لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي مرستیال تادامیچې یاماتو خپل استازی ټاکلی دی.
د ملګروملتونو استازی به د رایې ورکولو صلاحیت نه لري او د نړېوالو اصولو پر اساس به دې کمیسیون ته سلا او تخنیکي مشورې ور کوي.