د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

په هېواد کې د وزګارو شمېر په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دی


د افغانستان د کارګرانو ټولنه وايي؛ په هیواد کې د وزګارو شمېر په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دی او که حکومت ورته تدابیر ونه نیسي؛ پر ټولنه به ناوړه اغیز وکړي.

د افغانستان د کارګرانو سراسري ټولنه وايي؛ که څه هم په هېواد کې، د بیکارۍ ستونزه له پخوا راهیسې روانه ده؛ خو د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو وروسته څو برابره زیاته شوې ده.

د دې ټولنې مسوولین وايي؛ هره ورځ په هېواد کې د کاري منابعو د فعالیتونو له ودرېدو سره؛ خلک له کاره بې برخې او ستونزې یې زیاتیږي.

د دې ټولنې ريیس معروف قادري د سه شنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل؛ که حکومت د موجوده ستونزې کمولو ته تدابیر ونه نیسي؛ په هېواد کې به په میلیونونو ځوانان په غیرقانوني اعمالو لاس پورې او سولې او ثبات ته به زیان ورسیږي:

((بیکاري په دې وروستیو کې زیاته شوې؛ هیله ده چې د حکومت مشران څومره چې سولې ته هڅې کوي؛ باید خلکو ته د کار زمیني هم برابرې کړي.

اوسمهال کابو دوه میلیونه ماشومان شاقه کارونه کوي؛ کابو درې میلیونه ځوانان د کار د نشتوالي له امله؛ په مخدرو موادو روږدي شوي او دا ستونزه ممکن په راتلونکې کې د زیاتو ناامنیو لامل شي.))

ښاغلی قادری وايي، په وروستیو کلونو کې د ګڼ شرکتونو، فابریکو، بهرنیو موسسو او په ولایتونو کې د لسګونو ملي پیوستون د پروژو تړل کېدل، سبب شول چې د لسګونو زرو کارګرانو لاسونه له کاره لنډ شي.

په عین حال کې د کار په لټه کې خلک هم شکایت کوي چې مخ په زیاتېدونکو بېکاریو یې ستونزې څو برابره زیاتې کړي دي.

د سنګر په نامه یوه تن ازادي راډیو ته وویل:

((بیکاري زیاته شوې ده، له سهارراهیسې د کار په تمه ولاړ یو؛ مخکې ښه وه کله - کله به کار موندل کېده؛ خو د روژی په میاشت کې ټول کارونه په ټپه ولاړ دي.))

د کار او ټولنزو چارو وزارت هم تاییدوي چې په وروستیو کلونو کې د ناامنیو؛ د انتخاباتو د ځنډېدو او داسې نورو پېښو له امله؛ د وزګارو شمېر زیات شوی دی.

د دې وزارت ویاند علي افتخاري ازادي راډیو ته وویل:

((موږ اوه میلیونه د کار فعال ځواک لرو؛ په دې کې دوه میلیونه کم کار او نیمه وزګار دي او که هغه ټول چې د کار کولو وړ دي؛ حساب کړو، ممکن د وزګارو شمېر اوه اته میلیونو ته ورسیږي.))

ښاغلي افتخاري وویل، حکومت هڅې تېزې کړي چې د نورو ارګانونو؛ لکه د کرنې وزارت د پروژو له لارې خلکو ته د کار زمینې برابرې کړي.

ده داهم وویل، په لنډ مهال پروګرامونو کې یې د خلیج هېوادونو ته د افغان کارګرو د لیږلو پروسه کابو کړې او هیله ده چې په لږه موده کې په زرګونو افغان کارګر، عربي هېوادونو ته ولیږل شي.

د کارګرانو ټولنه او یوشمېر د نظر خاوندان په افغانستان کې؛ د موجوده ناامنیو او له وسله والو ډلو سره د ځوانانو د یوځای کېدو لوی لامل؛ همدغه بې کاري بولي او وایي چې حکومت باید دې برخې ته جدي کار وکړي.

راپور: خان محمد سنید

XS
SM
MD
LG