د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۰

د افغانستان بانک نوی رییس معرفي شو


افغان ولسمشر وايي، حکومت به د پیسو سیاست داسې عیاره وي چې د هېواد اقتصاد ورسره پياوړ شي او د ولس د خیر ښیګنې او د هر اړخیز پرمختګ سبب وګرځي.

که څه هم د کابل بانک له قضیه وروسته تر ډېره افغانان په بانکي سیسټم بې باوره شوی؛ ولسمشر محمداشرف غني وايي، حکومت کار کوي څو د بانکداري شفاف سیسټم رامنځ ته کړي.

محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د افغانستان بانک د نوي رییس خلیل صدیق د معرفي په غونډه کې وویل؛ د افغانستان د بانکي سیسټم د رغونې او با اعتباره کولو لپاره یې لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږ مهاله پروګرامونه جوړ کړي دي:

((هیله مې دا ده چې موږ به لنډ؛ منځ او اوږدمهال د پیسو سیاست لپاره پالیسي او ستراتیژي په دارنګه عیاره و چې د افغان حکومت ولس د ښیګڼې او پرمختګ او د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره هر اړخیز او با اعتباره بنسټ وي.))

په عین حال کې د افغانستان بانک رییس خلیل الله صدیق وايي چې اوسمهال د بانکدارۍ سیسټم د هېواد په اقتصادي وده کې کم رول لري او باید دغه سیسټم پیاوړی شي.

ښاغلي صدیق وویل، هڅه به وکړي هغه بډایه پولي منابع چې په افغان بانکونو کې دي؛ په حرکت راولي څو د اقتصادي پرمختګ سبب وګرځي:

(( موږ به وکړای شو، څو هغه بډایه منابع چې په افغاني بانکونو کې شته د افغانستان اقتصادي ودې لپاره ورنه استفاده وکړو؛ له بدمرغه تراوسه، څه ډول چې لازمه وه؛ زموږ بانکي سیسټم په اقتصادي وده کېښه کار نه دی کړی؛ دا باید په یوه فعال ګډون تبدیل شي او د افغانستان بانکو په اقتصادي دوه کې ښه وځلیږي.))

افغان ولسمشر د کابل بانک قضیه د افغانستان په تاریخ کې یوه توره پاڼه یاده کړه او وايي چې د افغانستان بانکي نظام او په بانکونو باندې د خلکو اعبتار ته یې زیان اړولی.

کابل بانک په ۲۰۱۰ میلادي کال کې هغه وخت له اقتصادي بحران سره مخ شو چې سهمدارانو یې څه باندې نهه سوه میلیونه ډالره په غیر قانوني توګه وویستل.

د افغانستان بانک نوی رییس خلیل صدیق وايي چې د کابل بانک قضیه د ناسم مدیریت او د قوانینو نه پلي کېدو له امله رامنځ ته شوه.

د ملي وحدت حکومت په رامنځ ته کېدو سره د کابل بانک دوسیه له سرپرانیستل شوه چې دامهال یوشمېر تورن کسان بندیان دي او د نور املاک ضبط شوي دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان حکومت ته سپارښتنه کوي چې په افغانستان کې بانکي سیسټم باندې د حکومت کنټرول زیات کړي؛ څو د کابل بانک په څېر ورته پېښه رامنځ ته نه شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG